د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ګوزڼ د مخنیوي هڅې زیاتې شوي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د زابل روغتیايي چارواکي وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې يې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین عملي هڅې زیاتې کړي.

د زابل ولایت څلور جنوبي ولسوالۍ (شملزي، شینکۍ، اټغر او نوبهار) له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې سیمې دي چې هره ورځ يې ګڼ شمېر کورنۍ د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د زابل د کتلوي معافیت آمر ثناء الله سحر وايي، د پوليو واکسین ګرځنده روغتیايي ټیمونه يې ګمارلي چې هره ورځ په سیمه کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق کړي.

ښاغلي سحر امریکا غږ ته وويل چې دوی په فبرورۍ میاشت کې تر ۱۶۰۰ ډیرو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی دی.

هغه وویل: "د زابل د کراس بارډر ټیمونه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ او راتګ پر مهال کار کوي او شمېر یې څلور تنو ته رسیږي، هره ورځ تر ۸۰ زیات ماشومان واکسینوي چې یوازې د فبروري په میاشت کې ۱۶۷۲ ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی."

ورته مهال د زابل ولایتي چارواکي د ګوزڼ ضد کمپاین کې د کورنیو مرسته ډیره اړینه بولي او وايې چې تل يې پدې برخه کې له ملا امامانو او بانفوذه اشخاصو څخه مرسته غوښتې ده.

عام خلک هم د تېر په پرتله اوس لېوالتیا ښيي چې ماشومان يې د ناروغیو په وړاندې وقایه شي.

د زابل ولایت یو تن اوسیدونکی سمیع الله چې روغتون ته د واکسین لپاره راغلی، امریکا غږ ته داسې وویل: "زه د ولایت مرکزي روغتون ته ددې لپاره راغلی یم چې خپلو وریرونو او وریرو ته د پولیو واکسین ورکړم ترڅو ددې بدمرغه ناروغۍ څخه وژغورل شي."

د عامې روغتیا چارواکي وايي چې کډوال، په هیواد د ننه بې ځایه شوي خلک او هغه وګړي چې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه شوي د پوليو ویروس په لېږد کې خورا مهم رول لوبوي.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغي درملنه نلري، خو د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکې کولی شي ماشومان له ګوزڼ او تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG