د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین په جګړه کې له غږ چټک مزایل کارولي دي


روسیې د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) دا تائید کړه چې د اوکراین په جګړه کې یې د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک یا د غږ تر سرعته ګړندي پرمختللي مزایل کارولي دي.

مسکو همدارنګه ویلي دي چې د هغوی ځواکونو د اوکراین په جنوب کې سرحدي ښار ماریپول ته د ننوتو په هدف د اوکراین دفاعي کرښه ماته کړې او د اودیسه ښار بهر یې استخباراتي او راډیویي مرکز له منځه وړی دی.

که څه هم مسکو پر ماریپول ښار له بریدونو وروسته د څو اوونیو راهیسې دغه ساحلي کرښه په کنټرول کې لري خو اوکرایني چارواکو څرګنده کړې ده چې هغوی په "موقتي" ډول د اژوف سیند ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.

روسیې څرګنده کړه چې د جمعې په ورځ یې له رومانیا سره پولې ته نږدې د اوکراین د دلیاتین ښار په یوې کلي کې د وسلو د یوې زیرمې د له منځه وړلو لپاره د "خنجر" په نامه د غږ تر سرعته ګړندی پرمختللي هایپر سونیک توغندي آزامایلي کوم چې کولی شي اکثریت دفاعي سیستمونه له منځه یوسي.

مسکو تر دې وړاندې هیڅ وخت په جګړه کې ددغو توغندیو د کارولو پخلی نه وو کړی.

د اکراین د هوایي پوځ ویاند یوري اګناټ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دښمن د اوکراین د سلو زیرمه په نښه کړی خو د مزایل د نوعیت په اړه معلومات نلري.

ښاغلي اګناټ وویل:"زیانونه، خسارات او د وسلو چاودنې رامنځ ته شوي دي. هغوی زموږ په وړاندې خپلې هر ډول وسلې کاروي."

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی، که څه هم د روسیې ځمکني ځواکونه د اوکرایني پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي، مسکو په زیاتیدونکي شکل هوایي بریدونو او د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو ته مخه کړې ده.

راپورونه وایي‌ روسي پوځيانو د جمعې په ورځ د لفیف ښار هوایي ډګر ته نږدې د الوتکو د ترمیم یوه فابریکه هم له منځه وړې ده.

بلخوا په ماریپول کې ژغورونکي ډله لا هم د هغو سلګونه کسانو د راایستلو هڅه کوي چې د تیاتر پر یوې ودانۍ د روسیې د برید له امله د ویجاړیو لاندې بند پاتې دي. د تیاتر په دغې ودانۍ کې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو د روسیې د بریدونو له امله ځانونه خوندي‌ کړي وو.

روسیې ته د زیلینسکي د سولې د خبرو پیغام

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپله فیسبوک پاڼه په یو ویدیویي پیغام کې د روسیې سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي زیلنسکي پر اوکراین د برید د دریدو په هدف د شنبې په ورځ له مسکو سره د جامع خبرو اترو غږ وکړ او ویې ویل که دا کار ونشي نو روسیې به په څو نسلونو کې د جګړې له زیانونو ځان خلاص نکړي.

اوکراین د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د کریمیه په شمال کې یې پر یوې هوایي اډې په برید کې یو روسی جنرال وژلی دی او زیاته کړې یې ده چې د روسیې د یرغل راهیسې دا د روسیې پنځم لوړپوړی منصبدار دی چې وژل کیږي.

د کډوالو د شمیر زیاتوالی

که څه هم کرملین ویلي جمهور رئیس پوتین د فرانسې له جمهور رئیس امانوئل مکرون سره په خبرو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکړی خو د فرانسې خبري آژانس لیکلي پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه ۳.۲۵ میلیونه کسان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي او بې شمیرې نور کسان د هغه هیواد په لودیځ کې د خوندي ځایونو د موندلو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG