د لاس رسي وړ اتصالات

چین ته د امریکا خبردرای: د روسیې ملاتړ مکوئ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس خپل چینایي سیال سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې د روسیې سره دې په اوکراین کې د جګړې لپاره مادي مرستې نکوي.

جو بایډن د چین جمهور رئیس شي جین پنګ سره د ویډیو کنفرانس د لارې د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب۲۷) تقریباً ۲ ساعته خبرې وکړلې.

سپینه ماڼۍ وایي چې ښاغلي بایډن خپل چینایي سیال سره په خبرو کې د دې وضاحت ورکړ چې که چین د روسیې سره په احتمالي توګه مادي ملاتړ وکړي، څه "عواقب او نتایج" به ولري.

د متحده ایالاتو د حکومت یو چارواکي چې د دواړو جمهور رئیسانو د خبرو څخه وروسته یې خبریالانو ته معلومات ورکول لدې یې ډډه وکړله چې په عامه توګه ددې عواقبو او نتایجو په هکله نور معلومات ورکاندي.

خو دې چارواکي همدومره وویل چې جمهور رئیس جو بایډن جمهور رئیس شي جین پنګ سره په خبرو کې د وضعیت د ارزیابۍ او دا چې حالات څنګه تر دې شیبې ته راورسیدل، تفصیلي معلومات ورکړل او د کړکیچ لپاره یې په دپلوماتیکې حل لارې ټینګار وکړ.

جمهور رئیس جو بایډن پداسې حال کې چین ته په اوکراین د روسیې د یرغل لپاره د مادي ملاتړ نه کولو خبرداری ورکوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن پنجشنبه مارچ ۱۷ د مطبوعاتو هغه راپورونه تائید کړل چې چین ښایي د روسیې سره ملاتړ وکړي.

ښاغلي بلنکین په خبري کنفرانس کې وویل، "مونږ اندیښنه لرو چې هغوي (چین) پدې غور کوي چې روسیې ته په مستقیمه توګه نظامي تجهیزات ورکړي چې په اوکراین کې ترې ګټه واخیستل شي".

ښاغلي بلنکین ددې تورونو په هکله شواهد ورنکړل خو مسکو او بیجنګ دواړو دا رد کړیدي.

ها خوا بیا بیجنګ چې د ښاغلي بایډن سره یې د خپل جمهور رئیس د خبرو لنډیز خپور کړی، ویلي چې ښاغلي شي ښاغلي بایډن ته ډاډ ورکړی چې هیواد یې په اوکراین کې جګړه نه غواړي.

د بیجنګ په اعلامیې کې ویل شوي، "جمهور رئیس شي په ډاګه کړه چې چین نه غواړي په اوکراین کې وضعیت پدې ډول وي. ټولې خواوې باید په ګډه د روسیې او اوکراین سره مرسته وکړي چې مذاکرات وکړي".

XS
SM
MD
LG