د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې چاودنه: پنځه کسان مړه او شاوخوا ۲۰ کسان ټپيان شوي


طالب چارواکو نن جمعه د اپریل لومړۍ نیټه (وري ۱۲) ویلي چې په هرات ولایت کې د چاودنې له کبله ۵ کسان مړه شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې دغه چاودنه د جمعې په ماښام په یو ورزشي میدان کې شوې ده. دغه چاودنه کې د ۲۵ نورو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی خو د ټپيانو وضعیت په اړه کوم توضیحات نه دي ورکړل شوي.

د باختر خبري اژانس د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس، نعیم الحق حقاني له خولې ویلي دی چې دغه چاودنه د هرات په نهمه ناحیې کې رامنځته شوې ده او د ټپيانو شمیر یې ۲۰ ښودلی دی.

تر اوسه هیڅ کس یا ډلې ددغې پيښې مسولیت په خپله غاړه ندی اخیستی.

تیرو کلونو کې به طالبانو د روژې د میاشتې رارسیدو سره د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خپل بریدونه زیاتول خو په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو څخه راپدیخوا د دغه ډول پیښو مسولیت د داعش خراسان ډلې باندې اچول شوی دی.

سره له دې چې طالبان په ټول افغانستان مسلط شوي او په وار وار یې ویلي چې افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسیدلې، خو په ځینو ولایتونو کې لا هم انتحاري بریدونه، هدفي وژنې او چاودنې لا هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG