د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: پاکستان د امریکا مهم شریک دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي پاکستان د تیرو ۷۵ کلونو راهیسې د مختلفو مشترکو منافعو په برخه کې د امریکا یو کلیدي شریک دی او "موږ خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوو."

ښاغلي بلینکن د اپریل په ۱۳ (وري ۲۴) یوې اعلامیې کې د پاکستان د صدراعظم په توګه د شهباز شریف ټاکل کیدو له امله مبارکي ویلې ده.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې د هغه هیواد د پارلمان له خوا سلب اعتماد شوی ادعا کړې چې واشنګټن له واک څخه د هغه د لیرې کیدو په دسیسه کې لاس لري خو واشنګټن بیا ویلي چې دا ادعاوې هیڅ ریښتینولي نلري.

شهباز شریف هم ویلي دي چې ددې ادعا په اړه به د تحقیقاتو لارښونه وکړي او که د هغه په خلاف ثبوت ترلاسه شو نو د صدارت له څوکۍ به استعفا ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ښاغلي بلینکن له قوله ویل شوي، "موږ تمه لرو د پاکستان له حکومت سره خپلو پخوانیو اړیکو ته دوام ورکړو."

له دې مخکې د پاکستان نوي حکومت ویلي وو چې غواړي له متحدو ایالتونو سره نیکې اړیکې ولري.

د پاکستان دولتي رسنیو د هغه هیواد نوي حکومت بیانه خپره کړې چې پکې ویل شوي:"موږ غواړو له متحدو ایالتونو سره د برابري او متقابلو منافعو په اصولو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړو."

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د واشنګټن او اسلام آباد د اړیکو د څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:"موږ په پریکنده ډول د قانون د واکمني او د برابري د اصل او د قانون په چوکاټ‌کې له عدالت څخه ملاتړ کوو. موږ د پاکستان له اوږدمهاله ملاتړ څخه مننه کوو او خوشاله یو چې د پاکستان جمهوري‌ د متحدو ایالتونو د منافعو لپاره ارزښت لري."

شهباز شریف په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې له متحدو ایالتونو سره یې د هیواد اړیکې ژورې شوي دي.

شنونکي وایي د عمران خان د حکومت پرمهال د پاکستان او متحدو ایالتونو اړیکې ښې نه وې او د دوو هیوادونو ترمنځ وورستي تاوتریخوالي ددې لامل شول چې په پاکستان کې نوی حکومت جوړ شي.

XS
SM
MD
LG