د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم نړیوالې ټولنې ته: افغانستان کې سیلاب ځپلو سره مرسته وکړئ 


وروسته له هغې چې سیلابونو په افغانستان کې لږ تر لږ ۲۲ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپيان کړل، د پاکستان صدراعظم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان وګړو سره مرسته وکړي.

د‌پاکستان صدراعظم، شهباز شریف په یو ټویټ کې له یوې خوا د نړیوالې ټولنې وغوښل چې مرسته وکړي او له بلې خوا یې ویلي چې هیواد به یې هم له خپلو افغانو "خویندو او وروڼو" سره مرسته وکړي.

د پاکستان صدراعظم لیکلي چې د سیلابونو له کبله په رامنځته شویو تاوانونو او د خلکو په مړینې ژور خپه شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې میاشتې په منځ کې پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې بمبار وکړ چې په پایله کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومتي چارواکو هم ویلي چې د دغو سیلاب ځپلو سره مرستې لپاره به په نړیوالو خیریه سازمانونو د مرستې غږ وکړي.

طبیعي حوادثو ته رسیدګۍ ملي ادارې د اطلاعاتو رئیس، حسیب الله شیخاني ویلي چې د افغانستان په لږ تر لږ ۱۲ ولایتونو کې سیلابونه راغلي خو تر ټولو ډیر یې د باغیس، فاریاب او بغلان ولایتونه ځپلي دي.‌

ښاغلی شیخاني وایي چې دغو سیلابونو کې ۵۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ شوي، ۲۰۰۰ کورونو تاوان لیدلی، ۳۰۰ څاروي مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ هکتاره کرهنیزه ځمکې ته تاوان لیدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د سره صلیب نړیوالې ادارې ځينې مرستې برابرې کړي دي او طالب چارواکي به له ګڼو نورو نړیوالو سازمانو څخه هم د مرستې غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه له یوې مودې راهیسې په دې غور کوي چې له افغانانو سره په داسې ډول مرسته وکړي چې طالبانو ته یې ګټه ونه رسیږي.‌

XS
SM
MD
LG