د بشري حقونو ۲۵ نړیوالو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یو پرانیستي لیک کې، په افغانستان کې د ښځو حقوقو بحران ته د حل د لارو چارو د میدلو کولو غوښتنه کړې.
دغه ایتلاف تیره ورځ ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري حقوقو بحران او تبعیض سره مخامخ دي او د کار، زده کړو، بشپړه مشارکت او روغتیا له اساسي حقوقو څخه محرومې دي.
د دغه بنسټونو په وینا، طالبانو همدارنګه د بیان ازادۍ پر حقونو، د ښځو پر غونډو او یو ځای راټولېدو سخت محدودیتونه لګولي دي.
هغوی ویلي چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو «بدترین» بحران د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بېړني او مناسب اقدام ته اړتیا لري.
په دغه پرانیستي لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خطاب کې ویل شوي: "موږ د مدني ټولنو سازمانونه په لاسلیک سره له تاسو څخه غواړو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقي بحران په اړه د ژر تر ژره بحث غوښتونکي شي او ملاتړ یې وکړئ.موږ همدارنګه له تاسو څخه غواړو چې د دې بحران د هواري لپاره د یوې حل لارې ملاتړ وکړئ."
د بخښنې نړیوال سازمان، د عدالت نړیوال مرکز،د بشري حقونو د څار نړیوال مرکز،د ساتنې لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز،د سولې ساتونکو ښځو نړیواله شبکه،د حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون،د بشري حقونو نړیوال فدارسیون،د بشري حقونو نړیوال خدمتونه،د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال بنسټ،د بشري حقونو اسیايي ټولنې او شمېر نورو بنسټونو دغه لیک لاسلیک کړی دی.
د دغه بنسټونو په باور د ښځو د حقونو په رسمیت پيژندل او په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ او تحقق باید د ژر تر ژره بحثونو په لومړیتوبنو کې وي.
دوی ویلي په بهر او داخلي کې هغه مېرمنې چې د ښځو د حقوقو د تحقق لپاره مبارزه کوي باید ملاتړ یې وشي.
په دغه لیک راغلي: "په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي لپاره د یو فرصت رامنځته کول چې افغانستان ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل موندنې شریکې کړي."
دغه بنسټونو همدارنګه ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه باید وغوښتل شي چې په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره د تبعیض او وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي چې په شورا کې ورباندې بحثونه وشي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې هغوی د دغه کار لپاره کافي منابع لري.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینت وايي، په افغانستان کې د ټولو خلکو په تېره د میرمنو پر وړاندې تبعیض روان دی، او په مجموع کې هڅه روانه ده چې په افغانستان کې میرمنې په اساسي توګه منزوي او په ټولنه کې د هغوی حضور له منځه یوړل شي.
ښاغلی ریچارد بېنت چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپور چمتو کولو لپاره افغانستان ته تللی وو، هلته یې یولس ورځې تېرې کړې، د طالب چارواکو په شمول یې په کابل، کندهار او مزارشریف کې ګڼو کسانو سره ولیدل.
ریچارد بېنت د مۍ ۲۸مه (غبرګږلي ۷) امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان د خپلو ارزښتونو پر اساس عمل کوي او علاقه نه لري چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، ترڅو میرمنې او ځوانان پکې حضور ولري.