د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ښځو د طالبانو د نوي لارښود په ضد مظاهره کړې


په افغانستان کې د ښځو حجاب اجباري کېدو په اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت تر حکم درې ورځې وروسته، یو شمېر ښځو د دغه حکم په غبرګون کې نن سه شنبه مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) په کابل کې لاریون وکړ.

دغه معترضو مېرمنو د «د افغانستان ښځې طالبانو برمته کړي» د «افغانستان خلک د یوې مړۍ ډوډۍ محتاج» د شعارونو په ورکولو سره له طالبانو څخه وغوښتل چې په خپل تازه حکم له سره غور وکړي.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض» دي او په هره جامه چې «بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول بللی دی.

د طالبانو په دغو نویو لارښوونو کې تاکید شوی دی که ښځې یې عملي نکړي، د کورنیو نارینوو مسئولینو ته به یې سزا ورکړل شي او که دندې لري، دندې به یې وځنډول شي.

د افغان مېرمنو دغه لاریون د کابل ښار له انصاري څلور لارې څخه پيل شو او په نوي ښار کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر ودانۍ پوري یې دوام لاره. یو شمېر معترضو مېرمنو ویلي چې طالبانو یې د اعتراض مخه نیولې او یو شمېر یې د لنډ مهال لپاره نیولي وې.

د یادو معترضو مېرمنو له ډلې ژولیا پارسي وویل: "کله چې دلته د طالبانو [د امر بالمعروف نهی عن منکر وزارت ته] راغلو، ټولو کسانو یې موږ محاصره کړو،خبریالان یې ونیول، خو نه پوهیږو چې هغه یې چیرته یووړل؟.موږ یې تر دوو ستاعتونو پوري وزارت ته نژدې برمته کړي و. زموږ شعارونه یې واخیستل او د اکثرو تلیفونونه یې ټول کړل."

اغلې پارسي همدارنګه وویل چې د لسمي امنیتي حوزې اړوند د طالبانو استخباراتو کسانو تر څېړنو وروسته ټولې معترضې مېرمنې ازادې کړي او هغوی ته یې ګواښ وکړ که یې بیا لاریون وکړ، ټولې به بندیانې کړي.

هغې ټینګار وکړ چې طالبان هیڅ کله ښځې نه مني او په خبره یې یوازې د «وینځې» په ډول یې مني. دغه معترضي ښځې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغان مېرمنو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو دامر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخ غبرګونونه پارولي او د ځينو هیوادونو په ګډون دامریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش ویلي و: "له طالبانو څخه غواړم چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په اړه خپلې ژمنې د نړیوالو بشري قوانینو سره سم عملي کړي."

د ناروې غبرګون

بلخوا د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو دغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی او پر ښځو یې د طالبانو محدودیتونه یې «غیر قابل قبول» بللي دي.

دغه وزارت تیره ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر پر افغان مېرمنو د طالبانو لخوا د تازه محدودیتونو چې په عام محضر کې به مخ نه ښکاره کوي، د موټر چلولو اجازه دي نه ورکول کیږي، او یوازې دي د اړتیا په صورت کې له کورونو څخه ووزي اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو د افغانستان اقتصادي بحران ته د رسېدو او ټول شموله حکومت رامنځته کېدو پر ځای د ښځو ځپلو ته مخه کړې ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "د نجونو د زده کړو او افغان مېرمنو د حقوقو په اړه د طالبانو تازه محدودیتونه به افغانستان یوې انساني، اقتصادي او بشري ناورین ته یوسي."

ناروې یو ځل بیا له طالبانو څخه غوښتي چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي او د بشري حقوقو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد الحنفي نن سه شنبه د ولایتي مسؤلینو او حوزو امرینو سیمنار ته یو ځل بیا د ښځو حجاب په اړه د تازه حکم پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: " اسلام ښځو ته په بشپړه توګه حقوق ورکړي، خو که له مونږ هغه ډول حقوق غوښتل کیږي چې د حقوقو په نوم یې بې عزتي کیږي او په حقوقو یې تیری کیږي، دا کله هم نشي کیدلی."

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ بیا واک ته ورسېدل او ورو ورو یې په ښځو باندې خپل سخت قوانین بیا تطبیق کړل. د طالبانو په اوسني نظام کې افغانې ښځې د کار، سیاست او نورو چارو کې د شراکت حق نلري او د نجونو ثانوي ښوونځي هم تړل شوي دي.

طالبانو په خپلې لومړۍ دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۱۱) کې د ښځو په کار، تعلیم، سیاسي او ټولنیز مشارکت کلک بندیزونه لګولي وو.

XS
SM
MD
LG