د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې څخه خپله دریمه لوبه او د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله 


د افغانستان کرکټ لوبډلې نن د پنجشنبې په ورځ جون نهمه له زمبابوې سره خپله دریمه لوبه او د یوې ورځنیو لوبو لړۍ په ۳-۰ وګټله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بالینګ پریکړه وکړه.

د زمبابوې لومړی لوبغاړی د ۲۱ منډو پر مهال وسوځید او ورپسې یو یو لوبغاړی د ډیرو کمو منډو کولو سره وسوځیدل.

د زمبابوې لخوا یواخې سکندر رضا ۳۸ منډې وکړې او باقي نور لوبغاړو څه خاصې منډې پوره نکړې او ټوله لوبډله په ۱۳۵ نمبرو وسوځیدله.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې راشد خان ۳ کسان اوټ کړل. نبي او فضل حق فاروقي دوه دوه ویکټې تر لاسه کړې.

د افغانستان لوبډلې هم په خپلې پاڼۍ کې خپله لومړۍ ویکټه د ۷ منډو پر سر له لاسه ورکړه.

افغانستان لپاره کپتان حشمت الله شهیدي ۳۸ او محمد نبي ۳۴ ناسوځیدلې منډلې وکړې.

د افغانستان لوبډلې د ۱۳۵ ټاکلی هدف په ۳۸م اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړه او دغه لوبه یې وګټله.

د زمبابوې لخوا بلسینګ مزرباني او ټینډی چيتارا دوه دوه ویکټې تر لاسه کړې.
ددغې لوبې ګټلو سره افغانستان د ۲۰۲۳ کال د یوې ورځینو لوبو نړیوال جام کې د برخه اخیستونکو هیوادونو په درجه بندۍ کې دویم مقام ته ورسېد.

افغانستان له زمبابوې سره د ۲۰ اورونو لوبې هم لري او لومړۍ لوبه به د شنبې په ورځ د جون په ۱۱مه نیټه تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG