د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د راتلونکي کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخلي 


د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به برخه واخلي.

اردوغان چې له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د ترکیې د ولسمشر په توګه پاتې شوی، د پنجشبنې په ورځ جون نهمې (غبرګولي ۱۹) د ازمیر په ښار کې یوې حزبي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل”:اجازه راکړئ چې دلته یې ووایم، طیب اردوغان د خلکو د ایتلاف استازی دی”.

د اردوغان د پرمختګ او عدالت ګوند او ملي خوځښت ښي اړخي حزب په دغه هیواد کې د خلکو ایتلاف په نوم یو ایتلاف جوړ کړی دی.

د ترکیې د خلق ګوند چې دا مهال په پارلمان کې تر ټولو ډیرې چوکۍ لري، تر اوسه دغو ټاکنو لپاره کوم کاندید نه دی ټاکلی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې راتلونکې ټاکنې به په راتلونکي کال کې په خپل ټاکلي وخت جون ۲۴مې نیټې تر سره کیږي.

له دې وړاندې ځینې ګنګوسې وې چې د بد اقتصادي وضعیت او لوړې کچې انفلاسیون له کبله چې په تیرو دوو لسیزو کې یې ساری نه لیدلی کیږي، د ولسمشرۍ ټاکنې له خپل ټاکلي وخت وړاندې تر سره شي.

منتقدین رامنځته شوی وضعیت د اردوغان د سیاسي پالیسیو او د لیرې د ارزښت په راکمولو باندې د ټینګار نتیجه بولي خو اردوغان په دې باور دی چې دغه کار یې د نرخونو د کنټرول او انفلاسیون په راکمولو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG