د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته په ځانګړو ویزو د افغانانو د انتقال بهیر روان دی


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، په تېرو لسو میاشتو کې په لسګونه زره افغانان امریکا ته رانتقال شوي دي چې زیات شمیر یي اوس پدې هیواد کې نوی ژوند او کار پیل کړی دی. یو شمېر افغانان اوس هم په دې تمه دي چې په خاصو مهاجرتي ویزو (SIV) امریکا ته راشي.

له ۱۴۰ زرو زیات افغانان د تخلیې په بهیر کې امریکا ته راغلي دي.

له ۲۰۱۵ کال راپدې خوا څه باندې ۱۷۸۰۰ افغانانو د امریکا خاصې مهاجرتې ویزې ترلاسه کړي دي. ددغه ډول ویزو پنځوس زره غوښتنلیکونه ارزول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ له اکټوبر نه تر ډسمبره پورې ۱۳۰۰ غوښتنلیکونه رد شوي دي. له دې وړاندې، درې میاشتو کې ۱۴۶۲ غوښتنلیکونه رد شوي وو.

یو شمېر غوښتنلیکونه بیا منل شوي دي. د تېر کال له جولای نه تر سپټمبر میاشتو پورې څه کم دیارلس زرو متقاضیانو ته ویزې صادرې شوي دي.

د همدغه کال په وروستیو دریو میاشتو کې بیا ۱۱۷ متقاضیانو ته ویزې ورکړل شوې دي.

دا چې په کابل کې اکثریت سفارتونه تړل شوي دي، افغانان باید د خپلو اړوندو کارونو د ترسره کولو لپاره دریم هېواد ته سفر وکړي. اکثریت افغان د خپلو غوښتنلیکونو د پروسیس په خاطر پاکستان ته تللي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پدې وروستیو کې ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې ۱۴ زره افغانان د پاکستان له لارې جرمني ته مهاجر شوي دي.

کاناډا چې د څلوېښتو زرو افغانانو د منلو ژمنه کړې ده، په اسلام آباد کې د غوښتنلیکونو د ارزولو کار پیل کړی دی.

له ایس آی وي سربېره، د امریکا حکومت د پي-۲ په نوم یو ډول نورې ویزې هم ورکوي. دغه ویزې هغو مستحقو کسانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یي د امریکا له پروژو سره کار کړی وي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دوه عشاریه شپږ میلیون افغانان مهاجر دي چې اکثریت یي په پاکستان او ایران کې راجستر او مېشت دي. افغانستان په نړۍ کې د ډېرو مهاجرو لرلو له اړخه، درېیم هېواد دی.

د امریکا کانګرس تر اوسه د افغانانو لپاره د ایس آی وي ۳۴۵۰۰ ویزې منظورې کړې دي چې ۱۶۵۱۵ ویزې یې موجودې دي. که کانګرس نورو اضافه خاصو ویزو ورکولو طرحه تصویب نه کړي نو ښایي دوه په درېیمه برخه متقاضیان ونشی کړای امریکا ته راشي.

XS
SM
MD
LG