د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د امریکايي عسکرو د افغان همکارانو د برخلیک په اړه غونډه  


په واشنګټن کې د بروکنګز څیړنیز مرکز د دوشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولی ۲۳) د هغو افغانانو د برخلیک معلومولو په لارو چارو بحث وکړ چې د امریکا د حکومت سره يي کار کړی او لا هم په افغانستان کې پاتې دي. د بحث عمده پوښتنه دا وه چې ولی امریکا خپل په زرګونو افغان همکاران شاته پریښي دي.

ددغه مرکز موندنې ښيي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د زرګونو افغان همکارانو د شاته پرېښودلو اصلي علت، سیاسي دریځونه او د لوژستیکي امکاناتو کمښت و.

نږدې ۷۶ زره هغه افغانان چې له امریکایي عسکرو سره ژباړونکي یا سلاکاران وو او یا یې ورسره داسې نوره څه همکاري لرله، امریکا ته راوستل شوي خو ډېر شمېر یې چې امریکا ته د مهاجرت د خاصې ویزې (SIV) مستحق ګڼل کیږي، لاهم په افغانستان کې پاتې دي او د طالبانو له ویرې پټ ژوند کوي.

د (متحدینو) په نوم یوه ډله چې د لسیزو راهیسې د امریکايي قواو د افغان ژباړونکو او سلاکارانو د خوندیتوب هڅه کوي، د دوشنبې په غونډه کې ددغو افغانانو د مسئلې په اړه خبرې وکړې.

د بروکنګز مرکز څیړنې ښيې چې د متقاعدو پوځیانو، د کانګرس د غړو، او نورو جګپوړو پوځي چارواکو د هڅو سره سره، دوامداره جنجالونه او اداري نیمګړتیاوې ددې سبب شوي چې افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو سره شوې ژمنې پوره نشي.

یو افغان ژباړونکی وايي: "تاسې پوهېږئ چې زه هېڅکله نه ژاړم خو په هاغه مې سترګې له اوښکو ډکې شوې. زه د خپلو دوو خوږو ماشومانو لپاره ژړند کوم. زه هغوی ته ګورم او نه پوهېږم چې زه به یې وساتم ځکه چې کله آخري پرواز تر سره شو نو هر څه بدل شول او زه نه پوهېږم چې اوس یې څنګه درته توضیح کړم. همدومره وایم چې وضعیت ښه نه و".

د متحدینو دا ډله هڅه کوي په خپلو موندنو کې ددې سیاست د ناکامئ په نتیجه کې رامنځ ته شوي بشري زیانونه هم څرګند کړي.

د امریکا د پوځ متقاعد افسر سټیو میسکا په غونډه کې برخه لرله. دی وايي: "دا یوه سټرایژیکه ستونزه ده چې نه یوازې یې روان کړکېچ زیات کړی بلکې او ځینې څېړنې چې ما ترسره کړي پخوانی حالت ارزوي، چې موږ یې له مخې د ویتنام تجربې شریکې کړې دي او یا مو کله چې کردان راوویستل او یا په دې وروستیو کې د کوسوو خلک. کله چې ما په ستونزو ژور فکر کوو نو موږ داسې ساده تګلاره نه لرله چې د کړکېچ په سیمو کې خپلې شبکې منسجمې کړو".

د تېر میلادي کال د جولای نه تر سپټمبر میاشتو پورې د ایس آی وي ۱۲۹۲ ویزې ورکړل شوي. خو د کال په وروستیو دریو میاشتو کې بیا یوازې ۱۱۷ درخواست کوونکو دغه ویزې ترلاسه کړي دي.

د بروکینګز د غونډې یوه برخه واله شهلا غفاري وايي چې د امریکا او طالبانو د سولې د سولې په تړون کې د انتقال د بهیر په اړه څرګنده ژمنه موجوده نه وه.

میرمن غفاري وايي: "زه به د ۲۰۲۰ کال در یاد کړم، کله چې د ولسمشر ټرمپ په دوره کې د افغان دولت له حضور پرته د دوحې تړون لاسلیک شو. له طالبانو سره د امریکا د سولې د تړون چې پوځیان راوباسي یوازنی شرط دا وو چې طالبان باید القاعدې ته په پخپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنکړي. داسې پلان نه وو چې د انتقال پروسه څنګه تر سره کېږي. د ډیموکراسۍ د دوام په اړه څه ژمنه نه وه. د حقیقت موندنې او پخلاینې کمېسیون نه وو چې په نږدې تېرو شلو کلونو کې د طالبانو جنګي جرمونه وڅېړي".

اوسمهال د ایس آی وي پنځوس زره غوښتنلیکونه ارزول شوي دي. په داسې حال کې چې کانګرس ۳۴۵۰۰ ویزې منظورې کړې دي. دا په دې معنی ده چې دوه په درېیمه برخه غوښتنلیکونه به ونه منل شي. مګر دا چې کانګرس د اضافي ویزو طرحه جوړه او منظوره کړي.

XS
SM
MD
LG