د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه: افغانستان کې زلزله ځپلو سره مرستو ته اماده یو


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا او ځینو نورو نړیوالو ادارو او هېوادونو په افغانستان کې په زلزله کې خلکو ته د اوښتو زیانونو له کبله اندېښنه ښودلې او د مرستو ژمنه یې کړې ده.

په افغانستان کې د چهارشنبې په شپه په زلزله کې د ځايي واکمنو په وینا شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او سلګونو نور زخمیان شوي دي.

د طالبانو چارواکو وېره ښودلې چې د قربانیانو شمېر ښايي تر دې هم زیات وي ځکه چې لا هم هلته د ژغورنې عملیات دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د حالت د ارزونې لپاره یې سیمې ته استازي استولي دي. دغې ادارې په ټویټر کې لیکلي چې له ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو څخه د زیانمنو شویو دپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم په ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې د زلزلې را وروسته حالت له نږدې څاري او حاضر دي چې زیانمنو شویو کورنیو ته عاجلې مرستې برابرې کړي.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس هم په افغانستان کې د زلزلې قربانیانو ته دعا کړې ده او په نړیوالو یې غږ کړی چې له زیانمنو شویو افغانانو سره مرستې وکړي.

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل ټویټر کې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

تر دې مخکې، د امریکا، هند او پاکستان حکومتونو هم په دې اړه خواشیني ښودلې وه او له زلزله ځپلو سره یې د مرستو ژمنې کړې وې.

د طالبانو حکومت وايي تر دې دمه په دغې زلزلې کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ژوبل شوي دي. په دې سربېره ډېر کورونه هم وران شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ اداره وایي ‌چې د چهار شنبې په لومړنیو ساعتونو کې د ریکټر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمیر سیمې ولړزولې.

دا اداره زیاتوي چې زلزله د خوست ښار په شاوخوا ۴۴ کیلومتري کې د ځمکې په ۵۱ کیلومتره عمق کې شوې ده. دا زلزله په کابل او اسلام اباد کې هم خلکو احساس کړې ده خو ډېر زیان یې په افغانستان کې اړولې ده.

XS
SM
MD
LG