د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوي جنګي الوتکې د الاسکا ستراتیژیکې سیمې ساتي


په اوکراین کې د روسیې د جنګ څلورمه میاشت پیل شوې او نور امریکایي ځواکونه د ناټو د تړون د ختیځو پولو د دفاع په خاطر اروپا ته لېږل شوي دي. امریکا د روسیې او چین له خوا زیاتېدونکي ګواښ ته په کتو سره، د خپلو ختیځو پولو د خوندیتوب ترڅنګ، په شمال کې د لرې پراته الاسکا ایالت امنیت ته هم متوجه دی.

امریکايي جټ الوتکې د الاسکا په واورو پوښل شویو غرنیو او سرحدي سیمو کې پروازونه کوي. په دې کې د ایف ۳۵ ډوله الوتکې شاملې دي چې په رادار نه کشفیږي.

ددغو الوتکو یو پیلوټ تورن لویډ برایټ وايي ددغو غرونو د پاسه له تیرو ۷ کلونو راهیسې الوتنې کوي.

تورن برایټ وايي: "ما د نړۍ په ډیرو ځایونو کې پروازونه کړیدي او دا په نړۍ کې د پرواز تر ټولو ښه فضا ده. په یقیني توګه یوه ملي سرمایه ده".

د امریکا جټ الوتکې دلته یوازې د منظرو د کتلو لپاره نه دي ځای پرځای شوي.

د امریکا پوځ دا ځای ستراتژیک هوايي قلمرو بولي. له دې ځایه جنګي جیټ الوتکې په یوه پرواز کې د شمالي نیمې کرې هر ځای ته رسیدلی شي.

ډګروال ډیویډ برکلنډ د الاسکا په ایالت کې د آیلسن د هوايي اډې قومندان دی او وايي: "عادي نقشې ته په کتو سره چې الاسکا د نقشې سر ته راباسي، په دې ځای باندې پوهېدل سخت دي. خو کله چې یوې کروي نقشې ته وکتل شي، ډیر واضح ښکاري چې په شمالي نیمه کره کې هر څه ته څومره نږدې یو.

الاسکا له روسیې څخه یوازې سل کیلومټره واټن لري او آسیا د آرام سمندر په بلې خوا کې ده. اروپا هم د اتلانتیک سمندر په هغې بلې غاړې کې ده.

ډګروال برکلنډ وايي: "موږ د هغو ځواکونو په نسبت چې په هاوايي کې دي، د هند اوقیانوس سیمې ته نږدې یو".

څو کاله وړاندې د چین او شمالي کوریا د بریدونو له ویرې، د دفاع وزارت د آیلسن د اډې په تړلو غور کاوه.

د ستراتژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) کارپوه سیمون ډانیلز وايي: "دفاع وزارت استدلال کاوه چې د الاسکا د چاپیریال او اقلیم له آمله د آیلسن د اډې فعال ساتل ګران تمامېدل. ځکه یې په اډه کې د لوی بدلون د راوستو وړاندیز وکړ".

د الاسکا ایالت سناتور ډن سولیوان وايي: "ددې هوايي اډې تړل د الاسکا د ستر هوايي قلمرو د تړلو په معنی ده چې له فلوریډا څخه هم ستر دي".

د الاسکا د ایالت سناتور ډن سولیوان امریکا غږ ته وویل چې د آیلسن اډې ته نږدې ښار فیربنکس اوسېدونکو ددي اډې له شتون سره مخالفت ښوده.

په همدې خاطر یو مستقل کمیسیون جوړ شو، چې په اډه کې د دفاع وزارت له خوا وړاندیز شوي بدلونونه وڅېړي.

د ستراتژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز سیموس ډانیلز وايي: "کمیسیون وموندله چې د اډې تړل هومره ګټه نه لري چې تمه یې کېده. کمیسیون همدارنګه استدلال وکړ چې آیلسن یوه مهمه هوايي اډه ده، ځکه فضا یې پرانیستې ده او لوی تاسیسات لري.

د آیلسن د اډې د تړلو یا د پرسونل د کمولو د پلان له ناکامېدو وروسته، دفاع وزارت په خپل موقف کې بدلون راوست. د ایف ۱۶جیټ الوتکو تمریناتي قطعه یې دلته ځای پرځای کړه او په ۲۰۱۶ کال یې دلته د ایف ۳۵ جیټ الوتکو د دوو قطعو د اضافه کولو پریکړه هم وکړه.

د شپږو کلونو له تېریدو او ۵۴ دغو ایف ۳۵ الوتکو په اضافه کولو سره، آیلسن اوس د جنګ لپاره یوه بشپړه چمتو هوايي اډه ده.

دغه جنګي الوتکې شاوخوا ۵ میلیارده ډالره ارزښت لري. دفاع وزارت همدارنګه د الوتکو د ځغاستې د نویو کرښو، نورو هنګرونو، د تیلو د ذخیرو او نورو نویو تاسیساتو په جوړولو ۶۰۰ میلیونه ډالر نور هم لګولي دي.

د امریکا د هوايي ځواک تورن لویډ برایټ وايي: "دا ځای تل مصروف وي. ډېر لږ وخت داسې شل دقیقې پیدا کېږي چې الوتکې الوتنه نه کوي".

دوه تازه جیټ الوتکې دلته د اپریل په میاشت کې راورسېدی. سناتور سولیوان وايي، دغه الوتکې د روسیې د مخنیوي لپاره ګټورې دي.

سولیوان وايي: "دوی زموږ د هوايي قلمرو خوا ته خپلې الوتکې رالیږي او موږ دې ته اړباسي چې ایف ۲۲ الوتکې پورته کړو چې د دوی د الوتکو مخه ونیسو. دوی له ۱۹۸۰یمو کلونو راهیسې دغه کار کوي. زما په نظر پوټین او شې جنګپینګ یوازې د زور په ژبه پوهیږي".

د آیلسن اډې ته د ایف ۳۵ نویو الوتکو په راتګ او د ایالت په مرکز کې د ایف ۲۲ جیټ الوتکو د یوې بلې اډې په ګډون اوس په الاسکا کې له سلو زیاتې جنګ ته چمتو جنګي جیټ الوتکې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG