د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن او فنلنډ ژمنه کړې چې د تندلارو کردانو په وړاندې د ترکیې له مبارزې سره یوځای کیږي


ترکیې د جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) وویل انقرې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن له غړیتوب څخه د ملاتړ په بدل کې غوښتي دي چې ۳۳ شکمن کردي تندلارې او په هغه هیواد کې د ۲۰۱۶ کال د کودتا د توطیې شکمن دې انقرې ته وروسپاري.

ترکیې په مادرید کې د ناټو د نن ورځې له غونډې مخکې په یاد سازمان کې د یادو هیوادونو له یوځای کیدو سره مخالفت کړی وو او فنلنډ او سویډن یې د کردستان د کارګر ګوند غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړی وو، هغه ګوند چې انقره یې د یو تروریستي ګوند په توګه پيژني.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د جون ۲۸ وکړای شول چې له فنلنډ او سویډن سره په یوې ۱۰ ماده ایزه هوکړه توافق ته ورسیږي چې له مخې یې یادو هیوادونو له تندلارو کردانو سره د انقرې له مبارزې د ملاتړ او په عاجله توګه د ترکیې د ناکامه کودتا د طرحه کوونکو د سپارلو ژمنه وکړه.

ترکیې دا هوکړه له فنلنډ څخه د ۱۲ شکمنو کسانو او له سویډن څخه د ۲۱ شکمنو په استرداد سره وننګوله.

د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل:" موږ له هغوی "ترکیې او فنلنډ" څخه غواړو چې په خپلو تعهداتو ودریږي."

دغه شکمن چې نومونه یې ندي اخیستل شوي د کردستان د کارګر ګوند غړي معرفي شوي دي، هغه ډله چې په امریکا کې د میشت مذهبي فتح الله ګولن له خوا رهبري کیږي.

انقره وایي چې په دغه هیواد کې د ۲۰۱۶ کال ناکامه کودتا فتح الله ګولن طرحه کړې وه.

اروپايي ټولنې او متحدو ایالتونو هم د کردستان کارګر ګوند د تروریستي ګوند په توګه پيژندلی دی.

ددې هوکړې له مخې به فنلنډ او سویډن په سوریه کې هم "د خلکو د محافظت ځواکونو" څخه ملاتړ ونکړي ، هغه ډله چې د متحدو ایالتونو تر رهبري لاندې یې د داعش په وړاندې په مبارزه کې مهمه رول لوبولی دی.

وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین نظامي برید وکړ، سویډن او فنلنډ په رسمي ډول په ناټو کې د غړیتوب وړاندېز وکړ چې د متحدو ایالتونو په ګډون د ناټو د تړلو غړو له هرکلي سره مخ شو.

د ترکیې ولسمشر همدارنګه له فنلنډ او سویډن څخه غوښتي دي د وسلو د اخیستلو هغه محدودیتونه هم لیرې کړي چې په سوریه کې د یاد هیواد د ۲۰۱۹ میلادي کال له نظامي مداخلې وروسته وضع شوي دي.

له دغو دوو هیوادونو سره د شوي هوکړې له مخې، ترکیې ته د وسلو پر صادراتو محدودیتونه لري شوي دي.

د ترکیې د عدلیې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې فنلنډ او سویډن ژمنه کړې څو د کردستان د کارګر ګوند، نورو ترهګرو سازمانونو او ددغو سازمانونو پورې د اړوندو ډلو مخنیوی به کوي.

د رجب طیب اردوغان دفتر دا هوکړه "بشپړه بریا" بللې ده او هرکلی یې ورڅخه کړی دی.

د راپورونو له مخې، ترکیې همدارنګه د ناټو د غونډې په څنډه کې د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس جوبایډن د ملاقات ژمنه هم ترلاسه کړی ده.

واشنګټن هم اشاره کړې چې د انقرې له خوا د اف - ۱۶ جنګي الوتکو د اخیستلو ملاتړ کوي، هغه معامله چې له ډیره وخته راهیسې ځنډیدلې وه.

XS
SM
MD
LG