د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپایي ټولنې وزیرانو پدې ټولنه کې د اوکراین د نوماندۍ ملاتړ وکړ 


فرانسې نن د جون په ۲۱مه (غبرګولي ۳۱) وویل چې د اروپايي ټولنې وزیرانو د اوکراین له رسمي کاندیداتورۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اروپا لپاره د فرانسې وزیر کلیمون بون په اروپایی اتحادیه کې له خپلو سیالانو سره تر غونډې وروسته وویل چې د دې تاریخي ګام پورته کولو لپاره د غړو هیوادونو ترمنځ عمومي اجماع شتون لري.

فرانسه اوس مهال د اروپایي اتحادیې ددې دورې مشري په غاړه لري.

د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دفتر ویلي دي چې د اروپايي ټولنې دا اقدام به له روسیې سره د دې هېواد په مقابله کې مرسته وکړي.

د اروپايي اتحادیې مشران به د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۳ (غبرګولي ۳۱) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې سره وګوري چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراین د نوماندۍ په اړه وروستي وړاندیزونه نهايي کړي.

د اوکراین له غوښتنې وروسته مالدووا او ګرجستان هم د روسیې له خوا د سیمه ییزو ګواښونو له امله په اتحادیه کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې اروپايي اتحادیه مخکې له دې چې په دې هکله رسمي مذاکرات پیل کړي، د قضايي اصلاحاتو، د فساد ضد مبارزې او نورو مسلو لپاره پدغو هیوادونو شرایط وضع کړي.

پر اوکراین د روسیې یرغل همدا شان ددې سبب شوی چې سویډن او فنلنډ دې ته اړ شي چې د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د غړیتوب غوښتنه وکړي.

که څه هم د ناټو نږدې ټول غړي د دواړو هېوادونو له وړاندیز سره موافق دي، خو ترکیې ویلي چې دا غوښتنه به ویټو کړي.

ترکیې دواړه هیوادونه د کردستان د کارګر ګوند غړو ته په پناه ورکولو تورن کړي دي؛ هغه ډله چې انقره یې د ترهګرو په توګه پیژني.

روسیې هم د فنلنډ او سویډن دغه اقدام "اشتباه" بللی ده.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس له راپور څخه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG