د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې یو شمیر د کوکنارو هغه کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وو او اپين یې ترې ټول کړی وايي چې د نورو کلونو په پرتله د اپینو بیې لوړې وې او څو برابره زیاته ګټه یې له اپینو اخیستې ده.
دغه کروندګر د اپینو د بیو د لوړیدو اصلي لامل د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر بندیز یادوي او وايي چې یوه کیلو اپین تر لسو زرو افغانیو پلورلی شوی پداسې حال کې چې پخوا یې قیمت تر دوه زره افغانیو نه لوړیده.
ددې ولایت د چمتال ولسوالۍ کروندګر ولي جان یو له دغو کروندګرو دی چې اپینو یې ښه قیمت کړی دی او په وینا یې چې کوکنار یې ځکه په ګرانه بیعه خرڅ کړي چې د طالبانو له خوا یې په کښت بندیز ولګید.
ولي جان وویل: " سږ کال چې مې کوکنار کرلي وو د نورو کالو په پرتله جګ خرڅ شول. په دې خاطر چې سږ کال بند شو. مخکې بند نه و هر ځای به کرل کېدل. پخوا به کیلو په دوه زره خرڅېدل. سږ کال یې کیلو په لس زره افغانۍ خرڅ شو".
دغه کروندګر چې اوس یې پنبه کرلې ده وایي چې د کوکنارو له کر څخه د نورو کښتونو په پرتله ډېره ګټه اخلي.
ولي جان وویل: "کوکنار چې موږ وکرو د نور کښتو په پرتله یې ګټه زیاته ده، په جګه بیعه خرڅېږي".
هغه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له کروندګرو سره دې د کوکنارو د بدیل معیشیت په برخو کې مرسته وکړي. امریکا غږ ته یې وویل: "کیمیاوي سره ګرانه ده. یوه بوجۍ په درې زره یا درې نیم زره اخلو. موږ غواړو چې موږ سره حکومت کمک وکړي د تاریاکو بدیل کښتونه راته پیدا کړي. د کیمیاوي سرې او تخمونو کمک راسره وکړي. د پنبو د مرضونو لپاره د دواګانو کمک راسره وکړي".
د چمتال ولسوالۍ یو تن بل کروندګر عبیدالله وايي چې ځمکه جریب په لس زره افغانۍ اجاره کوي او زیاتوي که کوکنارو و نه کري له نورو کښتونو د ځمکې د اجارې پیسې هم نه شي ترلاسه کولای. هغه وویل: "ځمکه په لس زره اجاره نیسو. لس پنځلس زره نور مصرف پرې کوو. که کوکنارو و نه کرو نو نور کښتونه مو مصارف هم نه پوره کوي".
کروندګر عبیدالله وايي چې دولت او نړیوالې مؤسسې دې دوی ته د کوکنار بدیل کښتونو پیدا کړي چې کروندګر ترې ښه عاید لاسته راوړي.
بلخ یو له هغه ولایتونو څخه و چې سږ کال په کې په پراخه کچه کوکنارو کرل شوي وو. خو د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر د بندیز وروسته ددغه ولایت کروندګر د و چکالیو او د کوکنارو بدیل معیشیت نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.