د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د سیلابونو له کبله بیړنی حالت اعلان شو


پاکستان نن جمعې په ورځ ۲۶ اګست (وږي ۴) د سختو موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی.

سختو موسمي بارانونو تر اوسه د دغه هیواد ۳۰ میلیونه وګړي په داسې حال کې ځپلي دي چې نن د جمعې په ورځ هم بارانونو دوام درلود.

پاکستان کې د طبیعي آفتونو د مدیریت ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله د جون له میاشتې راهیسې په ټول هیواد کې ۹۰۰ کسان مړه شوي دي چې له ډلې یې یواځې تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ کسان مړه شوي دي.

دغه اداره زیاتوي چې د سیلابونو له کبله ۲۲ زره کورونه هم په بشپړ توګه ویجاړ شوي دي او له ۵۰۰ زرو ډیر کورونو ته تاوان رسیدلی. همداراز یواځې د سند ایالت کې شاوخوا ۲ میلیون هکتاره کرنیزه ځمکه هم متاسره شوې چې د دغې سیمې د ګڼو بزګرو ژوند ورپورې تړلی و.

پاکستاني چارواکو د روان میلادي‌ کال سیلابونه په دغه هیواد کې د ۲۰۱۰ کال راپدیخوا تر‌ټولو ستر سیلابونه ګڼلي. د ۲۰۱۰ م کال په بارانونو کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي و.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د جمعې په ورځ خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د دغو بارانونو له کبله په ټول هیواد کې شاوخوا ۳۳ میلیونه کسانو زیان لیدلی دی.

پاکستاني کارپوهان وایي چې سره له دې چې موسمي بارانونه په پاکستان کې هر کال خلکو ته ځاني اومالي تاوان رسوي، د پاکستان حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره لا هم کوم ځواب نلري او د وسایلو له پلوه هم له جدي ستونزو سره مخ دی.

د جرمن واچ (Germanwatch) په نوم د اقلیم د بدلون څیړنیز مرکز لخوا چې یو نادولتي سازمان دی، پاکستان د اقلیم د بدلون له اړخه یو له آسیب پذیره هیوادونو څخه دی او په دغې درجه بندۍ کې اتم مقام لري.

XS
SM
MD
LG