پېښور کې د شمالي وزيرستان ځوانانو لپاره غونډه
د شمالي وزيرستان یو شمیر اوسیدونکي وايي په قبايلي سېمو کې ښځو ته د خبرو کولو موقع نشته او په بیلابیلو ستونزو خبرې کولو دپاره د دوي او اړوندو کسانو ترمينځ اړيکې هم نشته. د غونډې ښځینه ګډوانوالو بیا وویل چې قبايلي ځوانانو ته د روزګار او زده کړو زمينې نه دي برابرې او نجونې په کم عمرۍ کې ودیږي.