د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د پوهنې وزیر، د نجونو ښوونځيو بندېدو لامل یو ځل بیا محلي دودونه وبلل


په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسو ښوونځیو خلاصېدو په اړه د ټینګار سره سره، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر یو ځل بیا ویلي چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

ښاغلي منیر نن یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږې ۲۰) مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د نجونو ښوونځیو نه خلاصېدو د لامل په اړه وویل، که په دې اړه د لیري پرتو سیمو له سپینږیزو څخه پوښتنه وشي معلوم به شي چې څو سلنه خلک چمتو دي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځي ته واستوي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی ته د افغانانو کلتور معلوم دی او په خبره یې هر وخت د هغوی د کلتور خلاف کارونو پاڅونونه پيدا کړي دي.

خو هغه د دې سره سره وویل چې د طالبانو حکومت په دې اړه کوښښ کوي څو داسې شرایط رامنځته کړي چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پخپلو اصولو برابر شروع شي.

هغه وویل: "علت یې، که تاسو د روزګان له بازار څخه لږ ووزې،د غرونو په لمنو کلیو کې له سپینږیرو څخه پوښتنه وکړې، خپله تاسو ته درک معلومیږي.که ته په جومات کې پوښتنه وکړې چې څو فیصده سپينږیري او څو فیصده خلک دې ته تیار دي چې خپل ۱۶ کلنه او ۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي. نو بیا دا سوال له ما څخه کولو ته ضرورت نوي. موږ او تاسو افغاني جامعه کې اوسېدلي یو او دلته د خلکو کلتور راته معلوم دی او دا کلتور دا هغه څه ده چې ډېر وخت حکومتونو په خیال کې نه دی ساتلی او له هغه نه پاڅونونه راپیدا شوي دي. د هغه خلاف فتواوې راغلي دي. موږ په دې اړه کوښښ کوو چې داسې شرایط رامنځته کړو چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پخپلو اصولو برابر شروع شي."

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

تېره میاشت هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په خوست کې خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځيو له پرانیستلو سره هیڅ مخالفت نلري : "د لیري پرتو سیمو اوسېدونکو د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډير حساس دی."

په افغانستان کې تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو د متوسطه او لېسه ښوونځيو بندېدو سره هم مهاله، تېره ورځ په پکتیا ولایت کې یو شمېر نجونو زده کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د هغوی پر مخ د یادو ښوونځیو بیرته خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغه نجونې زده کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده پرون شنبه سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) سهار د پکتیا مرکز ګردېز سړکونو ته راوتلي وې او د ټولو لپاره یې د زده کړو حق غوښتلو شعارونه ورکول.

د راپورنو له مخې څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته څو ښوونځي خلاص شوي و، خو تېره ورځ یې د بیرته تړل کېدو خبر ورکړل شو.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه په افغانستان کې پراخ اعتراضونه او مدني حرکتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG