د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونو کسانو د پښتونخوا په سوات کې د ناامنیو په ضد اعتراضیه غونډه وکړه 


د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ترهګرو د بیا راپورته کیدو، د پلار او زوی د وژل کیدو او د ښوونځي پر یو موټر د برید په غبرګون کې زرګونو کسانو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) لاریون وکړ.

ددغه پراخ لاریون ګډونوالو چې بیلابیلو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ځایي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو، وویل چې نور به په هیڅ قیمت ترهګرۍ ونه مني.

دغو مشرانو او د سوات ځایي اوسیدونکو حکومت ته کرښه راکاږله چې په هیڅ صورت به نور پښتانه خپله سیمه کې د ترهګرو تسلط ته غاړه نه ږدي او د ترهګرۍ پرضد به غږ پورته کوي.

د سوات په مینګوره نشاط چوک کې د زرګونو خلکو په دې ستر لاریون کې د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولی خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد خان، په پارلمان کې د عوامي نشنل ګوند غړي سردار حسین بابک، افراسیاب خټک، مختارخان یوسفزي او ګڼو نورو وتلو مشرانو ګډون کړی وو.

د پښتونخوا سیاسي مشرانو او د سوات ځایي اوسیدونکو وروسته له هغه دا مظاهره وکړه چې په دې وروستیو کې په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې وویل شول چې وسله وال طالبان یو ځل بیا سوات ته راګرځېدلي او دلته یې د تحرکات لیدل شوي او پوځيان او پولیس مشران یې هم تښتولي دي.

د مظاهرې ویناوالو په خپلو خبرو کې په سوات کې وروستۍ ترهګریزې پيښې وغندلې او ویې ویل کوم زوی او پلار چې څو ورځې وړاندې د ترهګرو په نوم وژل شوي که د هغوی د قاتلینو پر ضد په ۲۴ ساعتونو کې اقدام ونشي هغوی به په دې سیمه کې پرلت پیلوي.

وینا والو څرګنده کړه تر دې وروسته د پښتونخوا په هره برخه کې چې د ترهګرۍ پېښه رامنځته کیږي هغوی به هلته د ترهګرۍ پرضد پرلت پیلوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور‌ پښتین دغه مظاهرې ته خپله وینا کې وویل پښتانه پخپله خاوره ترهګري، د ډالرو لپاره کیدونکې جګړې او د ریاست هغه پالیسۍ نه مني چې نتیجه کې یې د پښتون وطن امن تباه کیږي.

هغه وویل د ترهګرۍ په نوم دې جګړه کې پښتانه ډیر وځوریدل او نور چې څوک په دې خاوره ترهګرۍ ته بهانې پیدا کوي‌ پښتانه به یې پرضد راپورته کیږي او مخه به یې نیسي.

ښاغلي پشتین څرګنده کړه نن په سوات کې د زرګونو پښتنو راپورته کیدل ښکاره کوي چې دوي نور د ریاست په لوبو پوه شوي دي او څوک یې په خبرو نه تیر وځي.

د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي دي چې د سوات په تاریخ کې دومره ستره مظاهره هیڅ وخت نه وه شوې.

مظاهرې ته خپله وینا کې د عوامي نشنل ګوند ګوند مشر ایمل ولي خان وویل نننۍ بې ساري مظاهرې وښودله چې پښتانه نور پخپله خاوره ترهګرۍ منلو ته تیار نه دي.

هغه وویل کوم " قدرتونه یا خلک چې په دې خاوره د امنیت ګډوډل غواړي هغوی باید خبر وي چې نور موږ غلي نه پاتې کیږو"

په پارلمان کې د عوامي نشنل ګوند مشر سردار حسین بابک پخپله وینا کې تور ولګاوه چې د پښتنو په خاوره د امنیت په ګډوډولو کې د پوځ او استخباراتي ادارو لاس دی.

هغه وویل:"مونږ نه ویریږو او په ډاګه وایو چې هیڅوک رانه نور د پښتنو په خاوره د ترهګرۍ کارو بار نه شي کولی."

تر دې احتجاجي مظاهرې وړاندې هم په سوات کې د طالبانو د بیا راپورته کیدو پر ضد دغسې احتجاجي مظاهرې جوړې شوې وې خو پکې د ایالت په کچه دومره ګڼ شمیر کسانو برخه نه وه اخیستې.

د پاکستان حکومت که څه هم د سوات د امنیت لپاره له ۲۰۰۷ کال څخه په زرګونه پوځيان ځای پرځای خو سوات په بشپړ ډول امن ندی او وخت په وخت پکې ترهګریزې پيښې کیږي.

د سوات د نن ورځې په مظاهره کې پریکړه وشوه چې دا ځل به د سوات خلک په هيڅ حالت کې کډوالۍ ته تيار نه وي او کډوالي به نه کوي.

په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې پوځ د سوات شانګله او بونیر کې په سل ګونه زره کسان په دې سیمه کې د تحریک پاکستان طالبان پر ضد د علمیاتو په هدف په زور کډوالۍ ته اړ کړي وو.

XS
SM
MD
LG