د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او متحدین: اوکراین ته 'ډیر ژر' د هوایي دفاع سیستمونه استول کیږي


اوکراین سره د مرستي په هدف د غربي هیوادونو غونډه
اوکراین سره د مرستي په هدف د غربي هیوادونو غونډه

د اوکراین نړیوالو ملاتړو ژمنه کړې چې ډیر ژر به اوکراین ته د دافع هوا نوې قابلیتونه په واک کې ورکړي څو د روسیې د راکټي بریدونو په وړاندې وساتل شي.

د متحدو ایالتونو په مشرۍ د ۵۰ هیوادونو ډلې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) اوکراین ته د هوایي دفاع د امکاناتو د برابریدو په هدف په بروکسل کې د ناټو په مقر کې غونډه وکړه.

کله چې د اوکراین له دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف څخه پوښتنه وشوه چې له دې غونډې څه توقع لری، په دریو ټکو کې یې وویل:" د دافع هوا سیستمونه."

د اوکراین غربي متحدین اوس هڅه کوي چې څنګه کیف ته پرمختللي دفاعي سیستمونه ورکړي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ‌ آسټن د چهار شنبې له غونډې وروسته په بروکسل کې وویل:" دا سیستمونه به په هر ممکن سرعت چې وکړای شو، هغه ځای "اوکراین" ته ولیږدوو."

ښاغلي آسټن د امریکا د نویو ژمنو په اړه د ډیرو جزیات له ورکولو پرته وویل:"هغه سیستمونه چې په اختیار کې لرو، مهیا به یې کړو... همدارنګه د اوسنیو سیستمونو لپاره به اضافه مهمات هم مهیا کړو څو اوکرایني ځواکونه ورڅخه کار واخلي."

جرمني د ایریس - ټي په نامه د منځني واټن ویشتونکو توغندیو لومړی سیستم اوکراین ته ورکړی دی، دا په داسې حال کې ده چې دغه سیستم تر اوسه خپله جرمني پوځيانو ته هم ندی ورکړل شوی.

متحدو ایالتونو همدارنګه ویلي دي چې اوکراین ته به د راکټونو ضد، د ناسامس سیستمونو لیږد ګړندی کړي او تمه ده چې لومړۍ جوپه یې په راتلونکو اوونیو کې کیف ته ورسیږي.

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ‌ لوی درستیز مارک میلي وویل:" نورو سیستومونو ته په ټوله نړۍ کې لاسرسی شته... کار دادی چې هغوی "سیستمونه" راټول شي او ولیږدول شي."

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم پر اوکراین د روسیې د راکټي بریدو وروسته چې هدف یې د اوکراین د مقاومت ماته وه د چهار شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې اوکراین ته د دافع هوا سیستمونه ورکړي.

مکرون د فرانسې ۲ ټلویزیون ته وویل:" موږ به هغوی ته د بریدونو په وړاندې د محافظت په هدف رادارونه، سیستمونه او مزایلونه مهیا کړو."

نوموړي زیاته کړه چې فرانسه د "سیزر" په نامه د توپچي د شپږو سیارو واحدونو د لیږد په اړه هم بحث کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې په ورځ د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د اوکراین په فضا کې "هوایي سپر" رامنځ ته کړي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر وویل چې له اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې د یاد هیواد د متحدینو عزم قوي شوی دی.

هغه پر اوکراین د روسیې وروستیو راکټي بریدونو ته په اشارې سره وویل:" هغه بریدونه پر داسې اهدافو شوي چې نظامي مقصد یې نه درلود او یووار بیا یې د پوتین د جنګ کینه رابرسیره کړه."

د ناټو دفاع وزیران به د پنجشنبې په ورځ ملاقات وکړي څو اوکراین ته د یاد سازمان د مهماتو او وسلو د لیږد په اړه چې د جګړې د شدت له امله مخ په خلاصیدو دي، بحث وکړي.

د ناټو غړو هیوادونو په تیرو اوو میاشتو کې پر اوکراین د روسیې د برید له وخته هغه هیواد ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې ورکړي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:"متحدینو له اوکراین سره د مرستې په هدف خپل مهمات او تسلیحات کم کړي دی. دا سم کار دی چې باید ترسره شي، موږ باید ددغو ډیپوګانو د ډکولو په څرنګوالي‌ کار وکړو."

ښاغلي سټولټنبرګ وویل د بروکسل غونډه په داسې وخت کې جوړیږي چې پوتین په هغو سیمو کې چې په خپله خاوره یې یوځای کړي د جګړې د ګټلو لپاره د اټومي وسلو د کارولو تهدید هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG