د کندز د چهاردرې ولسوالۍ هغو کروندګرو چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې شولې کرلې وې وايي چې د نورو کالونو په پرتله د شولو څخه یې لږ حاصل اخیستی دی.
ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر میرویس وايي چې هغه سږ کال په پنځه جریبه ځمکه کې شولې کرلې وې خو د اوبو کموالي له امله یې لږ حاصل ترې اخیستی دی.
ددغه کروندګر په وینا چې تېر کال هغه له همدغه پنځه جریبه ځمکې ۱۳ خرواره (۱۰۴۰ منه) شولې حاصل اخیستی وو خو په خبره یې چې سږ کال یې ترې یوازې ۷ خرواره (۵۶۰ منه) حاصل ترلاسه کړی.
میرویس وویل: " سږ کال بې اوبه وو. نو نسبت د نورو کالونو مو سږ کال حاصل کم دی. نور کالونو کې ښه و".
د میرویس په وینا چې سږ کال د حاصل د کموالي له امله نه شي کولای په ځمکه خپل کړي مصارف هم بېرته لاسته راوړي.
هغه وايي: " سږ کال دا مصرفونه هم نه پوره کوي. هر کال به یې مصرف هم پوره کاوه او فایده یې هم کوله. هر کال چې همدوره ځمکه به مو کرله ۱۲ یا ۱۳ خرواره حاصل به یې کاوه. سږ کال به ۷ خارواره یا ۸ خارواره کوي".
کروندګر وايي چې سږ کال د چهادرې ولسوالۍ په سیند کې د اوبو کچه ټيټه شوې وه او ددوی کروندو ته په پوره توګه اوبه نه دي رسېدلي.
د کروندګرو په وینا شولې د نورو کښتونو په پرتله ډېرو اوبو ته ضرورت لري.