د لاس رسي وړ اتصالات

د نشو له امله په هلمند کې رانه پاتې بچي هېر دي – په کابل کې یو معتاد 


د نشو له امله په هلمند کې رانه پاتې بچي هېر دي – په کابل کې یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

په نشه يي توکو یو روږدی بشیر احمد چې د هلمند اوسیدونکی دی او د څلور کلونو راپدېخوا په مخدره موادو روږدی دی، وايي، د مخدره موادو له امله یې حتی خپل اولادونه هم هیر شوي دي. 

په نشه يي توکو یو روږدی بشیر احمد چې د هلمند اوسیدونکی دی او د څلور کلونو راپدېخوا په مخدره موادو روږدی دی، وايي، د مخدره موادو له امله یې حتی خپل اولادونه هم هیر شوي دي.

بشیر احمد چې کابل ته د مزدورۍ لپاره تللی وايي، هلته په مخدره موادو روږدی شوی او اوس په کابل کې اوسي او له نورو معتادینو سره یوځای بې سرپناه دی.

هغه وویل:" دلته چې پوډریانو خواته راغلم. له یوه د شلو روپو پوډر را واخله له هغه بل نه یې را واخله همداسې نو له ډېر فکر خرابېدو او کم اقتصادۍ نه مې نشې ته مخه کړه او پرې اخته شوم چې له پخوا نه ډېر تباه شوم او برباد شوم."

بشیر احمد وایې، دا چې په لوی لاس یې ځان د نشې کندې ته غورځولي سخت خفه او ځوریزي خو اوس د نشې څخه د خلاصون لاره ترې ورکه ده.

هغه وویل: "څنګه نه یم پښېمانه، له ولس نه وتلی یم، له جامعې نه وتلی یم. له مسجد نه را ګرځېدلی یم، د یوچا خپل او خپلوان د خبرو نه یم، فقط په دې فکر کې یم چې څنګه زه د نشې پیسې پیدا کړم حتی هغه بچي مې چې هلمند کې رانه پاتي دي کله کله هغه لا رانه هېر شي."

بشیر احمد د ټولو هغو کورنیو څخه چې غړي یې په مخدره موادو اخته شوي او یا معتاد دي، غواړي چې د هغو سره دې په محبت چلند وکړې او د زور او فشار څخه دې کار نه اخلي او نه دې هم په محبسونو کې بندیان وي.

په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو شمیرنې ښيي، چې پنځه ملیونه وګړي په نشه يي‌توکو روږدي دي. اکثره معتادین د اعتیاد لامل بې کاري او اوږدې جګړې نه زیږیدلې ناخوالې بولي.

XS
SM
MD
LG