پېښور پوهنتون کې دوه ورځنی کلتوري نندارتون
د پيښور پوهنتون ارواپوهنې څانګې لخوا دوه ورځنی کلتوري نندارتون جوړ شوی چې پکې افغان او پاکستاني زده کوونکي بیلابیل دودیز کالي او خوراکي توکی نندارې ته وړاندې کوي. زده کوونکي وایي دا ډول مېلې د انسان په روان ښه اغیز لري او د زده کړې ترڅنګ د تفریح لپاره هم ښه بدلون کیدای شي. مسکا ساپۍ - امریکا غږ