د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ځانمرګي برید ته غبرګونونه؛ یوناما: افغانستان کې د ناامنیو پراخیدل د اندیښنې وړدي


.
.

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخ ته ځانمرګی برید د پراخو غبرګونونو سره مخ شوی او افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په دغه هیواد کې د ناامنۍ په زیاتیدو اندیښنه ښودلې ده.

دابرید د چهارشنبې په ورځ شاوخوا څلور بجې د جنوري ۱۱ ( مرغومي ۲۱) شوی، چې لږ تر لږه په کې پنځه تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

یوناما د دغه برید د غندنې ترڅنګ د پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي: " په [افغانستان کې] د ناامنیو پراخیدل د ژورې اندیښنې وړ دي. تاوتریخوالی په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راوستلو په برخه کې د هیڅ کوم حل لاره نشي کیدلی".

د یوناما ددغو څرګندونو وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک هم دا برید غندلی و او په افغانستان کې د ناامنیو په پراخیدو یې اندیښنه ښودلې وه.

قطر کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاردافیرې کرن ډیکر هم د خپل ټویټر په پاڼه د دې برید دغندنې پر مهال دا یو "وحشیانه" برید یاد کړی دی.

میرمن ډیکر ویلي " اړتیا ده چې باید پوه شو چې ولې او څنګه دا برید شوی او د بل برید د مخنیوي لپاره کومو اقداماتو ته اړتیا ده . افغانان او بهرني میلمانه اړتیا لري چې وکولی شي په یوشان د موثر امنیت په برابریدو حساب وکړی شي".

همداشان افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانکړي استازي توماس ویسټ هم د خپل ټویټر په پاڼه دا برید غندلی او ددې پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي ویست ویلي، چې خپرو شوو رپوټونو کې یې د شلو تنو د وژلو او زیاتو نورو د ټپي کیدو خبرونه یې لیدلي دي. هغه ویلي " دا تاوتریخوالی هیڅ هدف نلري".

افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شادافیر هم د خپل ټویټر په پاڼه دا برید غندلی دی او ویلي دي چې برتانیا د دا ډول بې معنی اود توپیر پرته د تاوتریخوالی د اقداماتو مخالفه ده.

همداشان روسیې، ایران، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو هم کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخ ته برید غندلی دی.

دا برید د کابل ښار په یوه ډیره خوندي سیمه کې شوی دی، چې په کې د بهرنیو چارو وزارت سربیره د چین ترکیې او ایران سفارتونه او د یو شمیر دولتي ادارو دفترونه هم شته دی.

که څه هم طالبانو په دې برید کې د وژل شوو شمیر پنځه تنه ښودلی، خو د بهرنیو چارو وزارت یو مامور، د نوم د ښودلو پرته امریکا غږ ته وویل، چې په دې برید کې شل تنه، چې اکثره یې ددغه وزارت کارکوونکي و وژل شوي دي.

افغان سیاسیونو غبرګونونه

د بهرنیو چارو وزارت مخ ته ځانمرګي برید، چېد رپوټونو له مخې اکثره قربانیان یې ددغه وزارت کارکوونکي و، د بهرنیو چارو د وزارت د پخوانیو چارواکو او کارکوونکو ترڅنګ یو شمیر سیاسي مشرانو هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د افغاسنتان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یو پیغام کې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او دا برید یې " د بشریت پر وړاندې جنایت او د انساني او اسلامي ارزښتونوپه خلاف "عمل بللی دی.

د ملي پخلانیې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی او ویلي دي، چې دا ډول غیر انساني جنایتونه د هرډول بشري او دیني اصولو او معیارونو خلاف دي.

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي د ګوند د یوې ډلې مشرعطا محمد نور د ملي اسلامي جنبش د ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم هم په جلا جلا اعلامیو کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

ښاغلي نور ددغسې بریدونو ترسره کول په افغانستان کې د تروریستي ډلو د پراخه شتون نښه بللې ده.

ښاغلي دوستم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي" طالبان د ځانمرګو بریدونو د بنسټ ایښودونکو په توګه ددغو جنایتونو اصلي عاملین دي".

هغه د پوښتنې په توګه ویلي، چې څوک نه پوهیږي، چې کوم ځانمرګي، چې بریدونه کوي د طالبانو د ډلې غړي به وي.

داعش ډلې د کابل د چهار شنبې ورځې ځانمرګي برید مسولیت چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي پر غاړه اخیستی دی.

اعماق خبري رسنۍ چې د داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې د داعش ډلی یو غړی توانیدلی، چې د طالبانو له موانعو تیر او پر ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ساتونکو او کارکوونکو ترمنځ والوزوي.

داعش ډلې ادعا کړې ده چې په دې برید کې حد اقل ۲۰ تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG