د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان له ټاکل شوې نېټې څخه مخکې د انتخاباتو اعلان وکړ 


رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په ۱۴ نېټه به په ترکیې کې انتخابات کېږي. دا نوې نېټه د انتخاباتو د ټاکل شوې نېټې څخه یوه میاشت مخکې ده.

د اردوغان دفتر په دې اړه نن یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغې دویمه) یوه ویدیو خپره کړه. په دې ویدیو کې ښکاري چې اردغان په برسا کې د ځوانانو له یوې ډلې سره خبرې کوي او وايي: «دا له وخت څخه مخکې انتخابات نه دي، بلکې د انتخاباتو پر مخ وړل دي. »

نوموړي وویل چې د خپل صلاحیت څخه به کار واخلي او د مۍ په ۱۴ نېټه به انتخابات وکړي، هغه وايي دا نېټه یې د ښوونځیو د ازموینو لپاره «ترتیب» کړې ده.

رجیب طیب اردوغان له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې په واک کې دی، هغه د ترکیې، چې مسلمان هېواد خو په رسمي ډول سیګولر بلل کېږي، سیاستونه بدل کړل.

ویل کېږي چې اردوغان ته به دا انتخابات ننګووني وي. مخالفو سیاسي ډلو هم د دغې نوې اعلان شوې نېټې هرکلی کړی خو لا هم د ۶۸ کلن اردوغان په مقابل کې د یو واحد کاندید د موندلو په اړه بحثونه کوي.

د سیاسي مخالف ګوند یوې سرچینې فرانس پرس ته ویلي دي چې دوی به په فبروۍ کې خپل ګډ کاندید اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG