مزار شریف د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر تداوۍ لاندې یو معتاد وايي، له هغه راهیسې یې د نشه يي توکو په کارولو پیل وکړ چې مور یې مړه شوه او ددې توان یې نه درلود چې خپل غم هیر کړي خو وروسته بیا د نشه يي توکو له استعمال زیات پښیمان وو.
دغه ښه شوی معتاد چې احمدالله نومیږي وايي، له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې د مزارشریف د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر درملنې لاندې دی او دوه نیم کاله یې چرس او شیشه کارولې ده.
احمد الله امریکا غږ ته وویل: "کله چې مې مور له لاسه ورکړه سګرټو ته مې مخه کړه. سګرټو نه چرسو ته واوښتو. بیا له هغې وروسته مې یو ورور له لاسه وکړ. چې مونږ ته یوه الګوه وه چې زموږ ټول فامیل پرې راټول و. چې هغه مو له لاسه ورکړه. بس نا اهله انډیوالانو سره یو ځای شو. په دې نه پوهېدم چې دا ماته مالي او ځاني تاوان لري".
د نوموړي په وینا د اعتیاد په وخت کې د کورنۍ او ټولنې چلند ورسره تریخ شوی وی، خو هغه اوس خپلې راتلونکې ته هیله مند دی.
دی وايي چې له ځان سره یې هوډ کړی چې نور به نشه يي توکي نه کاروي او غواړي چې خپل او د خپلې کورنۍ په ژوند کې ښه والی راولي.
د احمدالله په څير ګڼ شمېر ځوانان د کورنیو ستونزو څخه د خلاصون په لټه کې د دوی په ويناء په ناپوهۍ سره د نشه يي توکو ته مخه کوي چې له امله یې خپل او د کورنۍ ژوند له ستونزو سره مخ کوي.