په ایران کې رسنۍ وايي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې په یو شمېر ښوونځیو کې سلګونه نجونې زده کوونکې مسمومې شوې دي.
سیمه ایزې رسنۍ وايي چې د مسمومیت او «زهر پاشۍ» تازه پېښې نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب۱۴) شوي دي. دې پېښو په چارواکو فشارونه نور هم زیات کړي چې باید یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د رسمي شمېرو په اساس د نومبر له میاشتې راهېسې په شاوخوا ۵۲ ښوونځیو کې سلګونه زده کوونکي مسموم شوي چې اکثریت یې د «قم» په ښار کې دي. ځینې زده کوونکي په روغتون کې بستر شوي هم دي.
د ایران «ایسنا» اژانس راپور ورکړی چې تازه پېښې د «ابهر او اهواز» ښارونو په دو ښوونځیو کې شوې دي. همدغه راز د «زنجان» په ښار کې هم د ښوونځي نجونې مسمومې شوي دي.
د ایران مهر او نورو رسنیو راپور ورکړی چې تر ټولو ډېر زده کوونکي د مشهد، اصفهان او شیراز په ښارونو کې مسموم شوي چې لسګونه نجونې روغتون ته انتقال کړل شوي دي.
د جمعې په ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رئيسي وویل چې خپلو استخباراتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې دا پېښې وڅاري او هغه یې «د دښمن دسیسه بللې چې ویره او نا امیدي» خپره کړي.
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال مجید میراحمدي فارس اژانس ته ویلي دي چې د «نجونو د مسمومیت طراحان د ښوونځیو تړل کېدل» غواړي. هغه همدغه راز وویل چې دا خلک هڅه کوي په ایران کې نورې مظاهرې راوپاروي.
د نوموړې اشاره هغو مظاهرو ته وه، چې د ایراني پولیسو په توقیف کې د یوې کردۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، په ایران کې پیل شوې او سلګونه کسان په کې ووژل شول.
تر دې دمه د زده کوونکو د مسمومیت د پېښو اصلي علت معلوم نه دی.