د لاس رسي وړ اتصالات

کوکنار نه کرو، خو حکومت دې زموږ محصولاتو ته بازار پیدا کړي - د بلخ کروندګر 

کوکنار نه کرو، خو حکومت دې زموږ محصولاتو ته بازار پیدا کړي - د بلخ کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت له بندیز وروسته د بلخ د چمتال ولسوالۍ هغه کروندګرو چې هر کال به یې کوکنار کرل وايي چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځای سبزیجاتو او نور کښتونو کرلو ته مخه کړې ده، خو په بدل کې د خپلو نورو محصولاتو خرڅلاوو ته بازار غواړي. 

د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر هدایت الله وايي تېر کال په درې جریبه ځمکه یې کوکنار کرلي وو.

دی وايي د طالبانو له خوا د کوکنار په کر بندیز لګېدلی، نو ځکه یې سږ کال په خپله ځمکه کې پیاز وکرل.

هدایت الله امریکا غږ ته وویل: "ما پروسږ کال تاریاک کرلي وو. درې جریبه تاریاک مې کرلي وو. ۶۰ کیلو حاصل یې وکړو. سږ کال چې تاریاک بند شو، تاریاک مې و نه کرل. سبزیجاتو ته مې مخه کړه. پیاز مې وکرل په درې نیم جریبه ځمکه کې".

دغه کروندګر وايي دا یې لومړی کال دی چې پیاز یې کرلي دي او هیله لري چې له پیازو څخه ښه حاصل ترلاسه کړي.

د هدایت الله په وینا دده په کلي کې ۹۰ سلنه کروندګرو د کال په یو فصل کې کوکنار کرل خو سږ کال د بندیز له امله کروندګرو د کوکنارو پر ځای غنم، پنبه او سبزیجات کرلي دي.

نوموړی وايي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د کوکنارو د کر په بدل کې دې ددوی نورو محصولاتو ته د خرڅلاو ښه بازار جوړ کړي.

هغه وویل: "مونږ له دولت څخه غواړو چې زمونږ دغه کښتونه دې په سمه بیه په بازار کې خرڅ شي".

د کوکنارو په کر د بندیز لګېدو وروسته ډېری کروندګرو د غله جاتو او سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده. دوی وايي چې د طالبانو له خوا د واک له نيولو وروسته ددوی محصولات په ښه بیه نه خرڅېږي، چې له امله یې دوی له سختو زیانونو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG