نور الله شیرزاده دیارلس کاله په افغانستان کې عکاسي کړې. ده تازه په فرانسه کې خپل انځورنه نندارې ته وړاندې کړي دي. پدې نندارتون کې د نړۍ خلکو ته د افغانستان هغه انځورونه ښودل کېږي چې پکې له کرکې سره د افغانانو مبارزه، مینه او راتلونکې ته د خلکو هیلې له ورایه ښکاري.