د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په لیبیا کې کډوال ځورول شوي او جنسي مریتوب ته اړ اېستل شوي  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په لیبیا کې اېسار اروپا ته تلونکي کډوال شکنجه شوي او په سیستماتیک ډول په زوره مجبور کړل شوي چې جنسي ځورونې ته غاړه کېږدي، ملګرو ملتونو دا ډول جنسي ځورونې ته د [جنسي غلامۍ] اصطلاح کارولې.

د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې یوې ډلې په خپلو تحقیقاتو کې نن دوشنبه مارچ ۲۷ (حمل شپږمه) په لیبیا کې د بشري حقونو څخه د مخ په زیاتېدونکو سرغړونو په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.

په تحقیقاتو کې ویل شوي قوي شواهد شته چې په لیبیا کې «د دولت امنیتي ځواکونو او د ملېشو ډلو جنګي جنایت او بشر ضد جنایات» کړي دي.

د ملګرو ملتونو په تحقیقاتو کې راغلي دي ‌چې «کډوال په ځانګړي ډول په نښه شوي او له حده زیات شواهد شته چې هغوی» په توقیف خانو کې په سیستماتیک ډول «ځورول» شوي دي.

راپور وايي معقول اسناد شته چې باور کېږي «جنګي جنایت، د بشر ضد جنایت او په جنسي ډول د کډوالو د غلام/وینځې کولو» پېښې شوي دي.

فرانس پرس اژانس وايي په دغو تحیقیاتو کې همدغه راز راغلي چې په لیبیا کې خلک له ازادۍ څخه محروم دي او د بشر ضد جنایتونو یو علت هم همدا دی.

دغې ډلې ویلي دي چې په لیبیا کې یې «خپل سرې توقیف خانې، وژنې، د جنسي تېري، انسانانو د غلام کولو، د جنسي مریتوب، د محکمې له حکم پرته وژنې او د خلکو د تري تم کولو» پېښې یې موندلې او ښکاري چې دا کارونه هلته په لویه پیمانه کېږي.

محقیقینو ویلي دي چې توقیف شوي کسان په منظم ډول « له شکنجې سره مخامخ شوي، په بند کې یوازې او بې ارتباطه ساتل شوي او له اوبو، غذا، تشنابونو، صحي محافظت، رڼا، تمرین، طبي پاملرنې، قانوني مشورې او له کورنیو سره له ارتباط څخه محروم» او لېرې ساتل شوي دي.

په تحقیق کې دا هم ویل شوي دي چې له ټولو هغو ژغورل شویو کسانو سره چې دوی مرکې او خبرې کړې دي، د غج اخیستو او نیونې له ډاره او په عدلي سیستم باندې د نه باور له کبله یې رسمي شکایت نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو دغه درې کسیزه تحقیقي ډله وايي چې په لیبیا کې مقاماتو په دې اړه د مدني ټولنې د اعتراضونو د مخنیوي پراخې هڅې کړې دي.

راپور دا هم ویلي دي چې په لیبیا کې مقاماتو او په خاص ډول امنیتي ځواکونو د غونډو، بیان، عقیدې او اجتماعاتو د حقونو مخه نیولې او په مشرتابه باندې یې انتقاد کوونکو ته سزا ورکړې چې خلک یې اطاعت وکړي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا په ۲۰۲۰ کې د حقیقت موندنې دا ډله وګمارله چې په لیبیا کې له ۲۰۱۶ راپدیخوا د ټولو ډلو له لوري د بشري حقونو سرغړونې وڅېړي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال کې د معمر القذافي د نظام له ړنګېدو وروسته هلته جګړې پیل شوې او دا مهال موقت حکومت په طرابلس کې واکمن دی او د پوځي مشر خلیفه هفتر ډله په ختیځ کې واکمنه ده.

XS
SM
MD
LG