د لاس رسي وړ اتصالات

په خرطوم کې د سودان د پوځ او ملیشه ځواکونو ترمنځ نښتې شوي 


د سودان پلازمینه خرطوم کې د پوځ او ملیشه قواو ترمنځ نښتې شوي
د سودان پلازمینه خرطوم کې د پوځ او ملیشه قواو ترمنځ نښتې شوي

د سودان د چټک ملاتړ نیمه پوځي ځواکونو (ار اس ایف) ویلي چې دوی د شنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) د جمهوري ریاست ماڼۍ، د پوځ د لوی درستیز د استوګنځي او د خرطوم د نړیوال هوايي ډګر کنټرول ترلاسه کړیدی.

د ار اس ایف، په نامه ملیشه ځواکونو د سودان پوځ ملامت کړی چې لومړی یې پر دوی برید کړی او ادعا کوي چې په شمالي ښار میرووي او په لویدیځ العبید کې یې هوایي ډګرونه نیولي دي.

خو د سودان پوځ ویلي چې د چټک ملاتړ نیمه پوځي ځواکونو هڅه کړې چې په څو ځایونو کې د دوی پر قواو بریدونه وکړي.

څیړونکي وایي پوځ لومړی په آر اس ایف ملیشه ځواکونو برید کړی او زیاتوي چې د آر اس ایف ملیشه ځواکونه د دوی په اند ۱۰۰ زره سرتیري لري.

عیني شاهدانو د هیواد په مختلفو برخو کې د درنو ډزو راپور ورکړی چې د یوې پراخې شخړې د رامنځته کیدو ویره یې رامنځته کړې ده.

پدې ترڅ کې پوځ ویلي، د سوډان هوايي ځواک د (آر اس اف) پر ضد عملیات پیل کړي دي. په رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه د سوډاند پلازمینې خرطوم په آسمان کې یوه پوځي الوتکه ښیي، خو رویټرز په خپلواکه توګه دا تصویرونه نشي تائیدولی.

د خرطوم په څو برخو کې د ډزو غږونه اوریدل شوي او عیني شاهدانو په نږدې ښارونو کې د ډزو راپور ورکړی دی.

د رویټرز خبریال په کوڅو کې ځای پرځای شوي توپونه او زغره وال ګاډي لیدلي او د پوځ او (ار اس اف) دواړو مرکزي دفترونو ته نږدې یې د درنو وسلو ډزې اورېدلې دي.

ډاکټران وايي، نښتې د استوګنې په سیمو کې شوي او لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د ملېشو پخواني مشر جنرال حامد حمدان داګالو ویلي وو چې د سودان پوځ د چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو یوه اډه محاصره کړې او د درنو وسلو بریدونه یې پرې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ملیشو او پوځ تر منځ اوږدمهاله نښتې ښايي د سودان امنیت خراب کړي، چې لا دمخه له جدي اقتصادي ستونزو او توکمیز تاوتریخوالي سره مخ دی.

هغو سیاسي ګوندونو چې مخکې یې د سودان له پوځ او د دغه هېواد له ملېشو سره د واک د وېش تړون لاسلیک کړی و، له ښکېلو ډلو یې غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

په ورته وخت کې په خرطوم کې د امریکا او روسیې سفارتونو په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په سودان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر د شنبې په ورځ د سودان د پوځ لو نیمه ملېشو ترمنځ د جګړې د "سمدستي" پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په سودان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فولکر پرتیس په یوه اعلامیه کې ویلي، "په سودان کې د جګړې پیل په کلکه غندي." په اعلامیه کې ویل شوي چې، پرتیس "له دواړو خواوو سره اړیکه نیولې او له هغوی یې غوښتي چې د سوداند خلکو د خوندیتوب لپاره جګړه سمدستي بنده کړي او دغه هېواد له نورو تاوتریخوالي څخه وژغوري."

په همدې حال کې سعودي عربستان ویلي دي چې د دغه هیواد یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د خرطوم له هوايي ډګر څخه یې د دغه هیواد پلازمینې ریاض ته الوتنې ته تیاری نیوه، ویشتل شوې ده.

سعودي عربستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مرمۍ هغه وخت په ایربس ۳۳۰ الوتکې ولګېدې چې د الوتکې مېلمانه او عمله په الوتکه کې دننه ناست وو. د دغه اعلان له مخې، د مسافرو او عملې د خوندیتوب په خاطر له سعودی عربستان څخه سودان ته او له سودان څخه سعودی عربستان ته الوتنې ځنډول شوې دی. خو په دې اعلان کې دا نه ده څرګنده چې په الوتکه لګېدلو مرمیو تلفات درلودلي او که نه.

د سودان لوړپوړي پوځي افسر عبدالفتاح البرهان د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۲۵ د دغه هیواد پخوانی صدراعظم عبدالله حمدوک له واکه لیرې کړ او د بیړني حالت په اعلانولو سره یې ګډه ملکي او ولسي شورا ړنګه کړه چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سودان مشري کوله.

البرهان د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۲۶مه، په هېواد کې د ملکي حکومت له ړنګولو یوه ورځ وروسته، په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې سودان په سیاسي اختلافاتو کې ګیر پاته و او د صدراعظم حمدوک په مشرۍ د سودان د حاکمیت د شورا دوه کلنې تجربې ثابته کړه چې په انتقالي دوره کې د سیاسي ځواکونو ګډون نیمګړی دی او شخړو ته لمن وهي.

د سودان د حاکمیت شورا د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې ددې هیواد د پخواني ولسمشر عمر البشیر پر ضد له پراخو اعتراضونو او د هغه له واکه د لیرې کېدو وروسته جوړه شوه، چې غړي یې پوځي او ملکي چارواکي وو. د سودان ملېشو د دغه هېواد له پوځ سره په ګډه عمر البشیر له واکه لرې کړی و.

XS
SM
MD
LG