یو شمیر شنونکي وايي، حیرانوونکې او ناڅاپي نده چې نه یوازې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د وسله والو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی، بلکې په روان ۲۰۲۵ کال کې د وسله والو په جنګي تاکتیکونو کې بدلون هم له ورایه ترسترګو کېږي.
د فبرورۍ پر ۱۴مه د بلوچستان د هرنايي ضلعې ( ولسوالۍ) په ښارګه کې په چاودنه کې د سکرو د کانونو ۱۰ مزدوران وژل شوي او شپږ ژوبل دي.
د هرنايي یو انتظامي چارواکي سلیم ترین او یو امنیتي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې دا د رېموټ کنټرول پواسطه یوه بمي چاودنه وه.
د چاودنې مسولیت لا چا نه دی منلې. خو په هغه سیمه کې بلوڅ بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي فعاله ده او په تېرو وختونو کې یې د سکرو پر لاریو د بریدونو مسوولیت منلی دی.
هرنايي د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۱۶۰ کېلومیټره لیرې پرته پښتون مېشته ضلع ده چې پکې د ډبرو سکرو کانونه موجود دي او زیاتره کارکوونکي یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.
تر دې وړاندې د بلوچستان په قلات ضلع (ولسوالۍ) کې د جنورۍ پر ۲۵ (۲۰۲۵) د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بي اېل اې) یاغیانو په خپل یوه برید کې ۱۸ پاکستاني پوځیان ووژل. دا د هغوی د منظمو بریدونو لړۍ ده چې پر حکومتي ځواکونو یې کوي.
بلوچستان کې پاڅونونه
دا چې د بلوڅانو خورور بغاوت څنګه منظم شوی، په پرمختللو وسلو سمبال شوی او په ښه توګه خپل عملیات ترسره کوي، په اړه یې د بلوچستان د حالاتو څارونکی او شنونکی شېر خان بازی وايي: "بلوڅ وسله والو به وړاندې خپل عملیات د بلوچستان په یوه سیمه کې متمرکز کړي وو، خو اوس یې پر یوه وخت د ایالت په ډېرو سیمو کې کوي." د هغه په اند اوس له وسله والو ډلو سره ولسي ملاتړ هم زیات شوی دی.
شنونکی بازی زیاتوي، چې د بلوڅانو د مخکینیو پاڅونونو په پرتله اوسنی پاڅون ډېر اوږد شو او بهرنۍ لاسوهنه هم پکې ښکاري: "د بلوڅانو جګړه اوږده مخینه لري، دا په ۱۹۴۷ کال د پاکستان له جوړېدو راهیسې راروانه دي. دا د بلوڅانو پنځم پاڅون دی. اوسنی پاڅون په ۲۰۰۴ کال پیل شوی او دا دی په شدت سره له تېرو دوو لسیزو راهیسې دوام لري."
ماه رنګ بلوڅه او ورک بلوڅان
د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ اوس یوازې په غرنیو سیمو کې تر وسله والې جګړې نه دی محدود بلکې هغوی اوس په ښارونو او ښارګوټو کې د ماه رنګې بلوڅ په مشرۍ د بلوڅ پیوستون کمېټۍ تر چتر لاندې لاریونونه، او سیاسي غونډې جوړوي.
سیاسي شنونکي وايي، په کلونو د پاکستان په سیاسي چاپېریال او مباحثو کې د ورکو کسانو ستونزه له پامه غورځېدلې وه، بلوڅ پیوستون کمېټۍ په دې برخه کې وضعیت ډیر بدل کړ.
سیاسي بې باوري او د ټولټاکنو اغېز
بلوچستان ایالت چې پکې یو لوی اکثریت د پښتنو هم دی، د پاکستان له څلورو ایالتونو څخه د وګړو د شمېر له پلوه تر ټولو لږ نفوس لري خو د ځمکې ساحه یې د هر ایالت له پلوه تر ګړدو ډېره ده.
دا ایالت خپله اسامبلۍ لري، خپل اعلی وزیر او والي لري خو دا چې له سیاسي پلوه یې ایالتي اسامبلۍ د بلوچستان د ستونزوې په هوارولو کې څومره مهم رول لري، او خپله بلوڅ وسله والې ډلې پر دې سیاسي دریځ یا فورم څومره باور لري؟ د حالاتو شنونکي ډول ډول نظر لري.
د سیاسي چارو شنونکی شېرخان بازی وايي، په بلوچستان کې دودیز بلوڅ سیاسي ګوندونه اوس د پخوا غوندې ولسي ملاتړ نه لري، له هغوی څخه ولس ناامېده شوی دی. د هغوی تشه د ماه رنګې بلوڅ غورځنګ ډکوي. دودیزه سیاسي ګوندونو به له دولت څخه ګیله کوله چې د بلوچستان ساحل او وسایل قبضه شوي دي. دلته کار روزګار نشته. په کلیو کې ګاز او برېښنا نشته. د ژوند بنیادي ضروریات نه لري. خو سیاست اوس له دغه دودیزه چوکاټ څخه وتلی دی، هغه بله بڼه اخیستې ده. دلته ولس له ریاست څخه ډېر خوابدی دی، ډېری سیاسي ګوندونو د تېر کال ټولټاکنې رڼې نه بولي. هغوی د بلوچستان د ایالتي، ملي پارلمان او سنا استازي خپل استازي نه بولي. نو له دې وجې د ولس خواخوږي وسله والو ډلو ته اوښتې ده. "د ولس او ریاست (دولت) ترمینځ واټن جوړ شوی دی. "
د بلوچستان پر حالاتو د بشري حقونو نړیوالې ټولنې هم د دې لانجې بحث ته دانګلي دي. نو د دې علت د دولت ناکامه کړنلاره ده چې پوځي ځواک کارولو سره سره کړکېچ د کمېدو پرځای نور زیاتېږي که بلوڅ وسله والې ډلې پیاوړې شوې دي؟
شنونکی شېر خان بازی وايي، بلوچستان یوه پراخه ساحه لري، ډېری سیمو ته مواصلاتي نظام نه دی رسېدلی، پاخه سړکونه نه لري نو د دې دومره پراخ ایالت امنیتي سمبالښت هم یوه لویه ستونزه ده. "د پاکستان د ټولې ځمکې په سلو کې ۴۳٪ یې یوازې د بلوچستان ایالت ده. زیاتې غرنۍ سیمې لري. او په ډېرو سیمو کې دولتي بنسټیز جوړښتونه د نشت برابر دي. دا هم یو لوی سبب دی چې له تېر یوه کال راهیسې د بلوڅانو جګړې اوس بله بڼه واخیستله. "
د بلوڅ ځوانانو سیاسي راتلونکې
په بلوچستان کې بیا بیا سیاسي بحرانونه راغلي دي چې د دې لوی اثرات د ولس پر هره طبقه پرېوتی دی خو د سیاسي شنونکو په اند ځوانان ترې زیات اغېزمن شوي دي. په ایالت کې سیاسي کړکېچ او بې روزګاري تر ډېره د ماه رنګې بلوڅ په مشرۍ غورځنګ بلوڅ پیوستون کمېټۍ ته متوجه کړي دي یا هم د وسله والو ډلو برخه جوړېږي. د دوی په اند لویه وجه یې دا ده چې په بلوچستان کې یو موثره سیاسي متبادل بهیر شتون نه لري.
د پاکستان د دولت ستراتیژي
د بلوڅانو پر سیاسي غورځنګونو او وسله والو ډلو نظر لرونکي ډېری سیاسي شنونکي په دې اند دی چې د بلوچستان پر مسله ځان پوهول ډېر ضروري دی.
په کوټه کې خبریال او د سیاسي چارو شنونکی سید علي شاه وايي، د پاکستان واکداران تر ډېره هله د ایالت مرکز کوټې ته وردرومي کله چې یوه لویه پېښه وشي. نوموړی زیاتوي د اسلام اباد واکداران د بلوچستان ستونزې ته انتظامي حل لاره لټوي، لکه که په یوه سیمه د ملېشه ځواک، پولیس یا لېویز یوه عسکر ګومارلی وي، نو دوی هلته امنیتي ساتوونکو شمیر ډېر کړي.
دا چې دولت په بلوچستان کې د خلکو زړونو او ذهننونو ګټلو لپاره څه کوي؟ سید علي شاه وايي، “د عسکرو زیاتول امنیت نشي راوستلی. ځکه چې د بلوچستان ستونزه انتظامي نه بلکې سیاسي ده. هغه آییني ده، هغه قانوني ده، هغه معاشي ده. “
هغه یې د حل لارې لپاره دغه وړاندیزونه لري: “د بلوچستان ستونزه په سیاسي خبرو هوارېدلی شي، د پاکستان اساسي قانون په اتلسم ترمیم کې چې بلوچستان ته معاشي تحفظ ورکول شوی دی. پر هغه عمل کول، اقتصادي محرومۍ ختمول، د جبري تښتونو درول، په سیاسي بهیر کې ورګډول او قاوني او اقتصادي اختیار ورکول.“
د هغه په وینا دا هغه اقدامات دی چې باید پلي شي، ګنې وسله وال غورځنګونه او ولسي مزاحمت به لا پیاوړي شي او کړکېچ به نور زور واخلي.
شنونکی سید علي شاه زیاتوي دولت دې خپله تګلاره کې یو لوی بدلون راولي. دوی وايي، ځواک کارونه تر ګټې تاوان زیات پېښوي، ځکه چې له دې سره بلوڅان لا تندلاریتوب ته څکول کېږي.
د دوستۍ په جامه کې پټ دښمنان
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ویلي، "که ضرورت وو د دوستۍ په جامه کې پټ دښمنان" به وځپي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې منير دا خبرې په کوټه کې د هغو ۱۸ سرتېرو تر جنازې وروسته وکړي چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال د بلوچستان په قلات کې وژل شوي ول.
په خبرپاڼه کې دا وضاحت نه دی شوی چې پوځ "د دوستانو په جامو کې پټ دښمن" چا ته وايي، خو پکې د جنرال منیر له خولې راغلي: "موږ دا وسلوال ډېر ښه پېژنو چې د خپلو هغو بهرنيو بادارانو لاسپوڅي دي چې د دوه مخيتوب هنر یې ښه زده کړی. دوی هم له ښکاري سره ګرځي او هم د ښکار شويو ملګري دي. هر کله چې ضرورت وو، که دوی هرځای وي، موږ به یې وځپو."
د خبرپاڼې له مخې، جنرال منیر په روغتون کې د ټپ شویو پوځيانو پوښتنه وکړه او د وسله والو د ختمولو هوډ یې تکرار کړ.
فورم \ دبحث خونه