د لاس رسي وړ اتصالات

له تعلیم څخه د میلیونونو نجونو د محرومیت سره سره د طالبانو مشر د تعلیم د پرمختګ خبره کوي


د طالبانو مشر ملا هبت الله
د طالبانو مشر ملا هبت الله

د طالبانو حکومت د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر پيغام خپور کړی چې هغه د نورو ډېرو مسائیلو تر څنګ د تعلیم او زده کړو په اړه هم غږېدلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) دا پیغام په پښتو، دري، اردو، عربي او انګلیسي ژبو په خپل ټویټر باندې خپور کړی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان او په ځانګړي ډول نجونې او ښځې له زده کړو محروم دي، د ملا هبت الله په دغه پيغام کې ادعا شوې ده چې « په تعلیمي برخه کي د تعلیم او تربيي بهیر ټول هیواد ته غځول» شوی او په خبره یې «د لا پرمختګ لپاره يې هم مؤثر پلانونه تر کار لاندې» دي. هغه د دغو موثرو پلانونو او دغه بهیر د غځېدو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د ملاهبت الله د اختریز پیغام څخه یوه ورځ مخکې طالبانو په کندهار او هلمند کې د سواد زدکړې څه باندې ۶۰۰ ټولګي‌ وتړل او زرګونه افغان ماشومان یې له تعلیم څخه بې برخې کړل.

طالبانو د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي «تر امر ثاني» پورې تړلي او د پوهنتونونو دروازې یې هم پرې بندې کړي‌ دي. دوی وايي چې د «شریعیت او افغان فرهنګ» په اساس نجونو ته د زده کړو فضا برابروي، خو له واکمنۍ څخه یې ۲۰ میاشتې تېرې شوې او لا هېڅ عملي‌ اقدام نه لیدل کېږي.

طالبانو همدغه راز د زده کړو یو شمېر فعالان هم نیولي بنديان کړي‌ او د ادعا په اساس شکنجه کړي دي. وروستۍ بېلګه یې د «قلم لار» ټولنې د مشر عطاءالله وېسا نیول دي.

د طالبانو ځینو مشرانو انتقاد کړی دی چې باید د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي او د خپلې واکمنۍ دا تګلاره یې نقد کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي څو اوونۍ مخکې په دوبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې وویل چې علم په نارینه وو او ښځو فرض دی.

ستانکزي ویلي:« زه خپله شخصا په دې نظر یم او ما تل په دې اړه خبري هم کړي او ټول ملګري هم په همدې نظر دې راسره دي چې د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي. دا د هر چا حق دی، که هغه نر دی که ښځه، علم ورباندې فرض دی.»

خو ملا هبت الله ډاډ ښودلی دی چې په افغانستان کې «په فرهنګ، تعلیم او تربیې» او ځینو نورو برخو کې «د پام وړ اصلاحي اقدامات ترسره شوي» دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وايي چې په افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان له زده کړو محروم دي، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي. وايي دا شمېره د طالبانو تر راتګ مخکې ثبت شوې وه.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو په کار او هر ډول مشارکت بندیز لګولی دی. څو ورځې مخکې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګوه. ملګري ملتونو دا پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې له دې پرېکړې وروسته هغوی یو بد انتخاب ته مجبور کړل شوي چې «بد عواقب به یې د طالبانو» په غاړه وي.

طالبان دا هم «خپله کورنۍ مسئله» بولي او له نړیوالو ادارو څخه غواړي چې «مداخله» ونکړي، خو نړیوال سازمانونه یې بشري او انساني مسئله ګڼي.

ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې، د ښځو په کار او تعلیم بندیز نه دی کړی، خو له نړیوالو یې غوښتي دي‌ چې «د افغانستان په کورنیو چارو کې» مداخله ونکړي.

د بشر او ښځو د حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې د ښځو په کار باندې د بندیز په اړه د طالبانو اقدامات او د ځپنې تګلارې غندلي‌ دي.

ملا هبت الله همدغه راز سپارښتنه کړې ده چې باید طالب مشرانو ته په ښکاره «نصیحت ونشي» او دا کار باید په «پټه وشي»، ځکه چې د ده په باور «پټ نصیحت» تر ښکاره ښه اغیز لري. خو هغه نه دي ویلي چې چا او څنګه په طالب مشرانو ښکاره انتقاد او یا هغوی ته ښکاره نصیحت کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په ګډون ځینو طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ د ځینو کړنو په اړه انتقادي څرګندونې کړي دي.

سراج الدین حقاني د روان کال د فبرورۍ په ۱۱ نېټه (سلواغه ۲۲) په خوست ولایت کې په یوه غونډه کې د طالبانو د اوسنۍ ادارې چارواکي د واک په انحصار تورن کړل او ټینګار یې وکړ چې اوسنی وضعیت د زغملو ندی.

هغه وویل چې د خلکو په زخمونو باید مرهم ولګول شي، نه دا چې دکتاتورۍ رامنځته شي او خلک وځورول شي. په طالبانو تور دی چې واک یې انحصار کړی او خپل افکار او نظریات په نورو په زوره مني.

تر حقاني مخکې عباس ستانکزي د جنورۍ په لسمه (مرغومې۲۰) په لوګر کې د یوې مدرسې د فراغت په غونډه کې ویلي وو چې د طالبانو مشران «پیغمبران او صحابه» نه دي. هغه په طالبانو او عوامو غږ وکړ که کوم «آمر» ته غلطه مشوره ورکول کېږي، « یو څوک یې غلط پوه کړي او ‌غلطي وکړي، دا د هر مسلمان اوهر فرد حق دی چې خپل آمر ته ووايي چې دغه کار دی خلاف د شرعیت دی».

طالبانو د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني.

XS
SM
MD
LG