د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو لخوا د مدني او فرهنګي فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو دغه کمېسیون چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي، د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل لومړۍ (وري ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اوس ذکریا، اصولي، رسولي پارسي، نرګس سادات، موسی شاهین، مرتضی بهبودي، سید محمد حسیني او مطیع الله ویسا په نومونو یو شمېر فعالان او فرهنګیان د طالبانو په بند کې دي.

د دغه کمېسیون په وینا، طالبانو دغه مدني فعالان له کوم «جرم پرته» زندان ته اچولي او د هغوی برخلیک معلوم نه دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همدارنګه د نړۍ په ځانګړي ډول د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د بخښنې نړیوال سازمان د راپور هر کلی کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، له طالبانو څخه غواړي چې ژر تر ژره له کوم ځنډه پرته، هغه اشخاص چې د مدني او فرهنګي فعالیتونو په خاطر یې نیولي، خوشي کړي."

دغه کمېسیون همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د بشري حقونو د تحقق په هدف، پر طالبانو زیات فشار راوړي چې په افغانستان کې د خپلو سرو نیونو او بشري حقونو د نقض مخه ونیول شي.

د طالبانو حکومت لخوا د مدني فعالانو نیول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي، دوې ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د کمېشنرۍ دفتر او د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د مدني فعالانو نیول کېدو او ځپلو د زیاتوالي په اړه خبر داری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د هغو فعالانو د نیول کېدو په اړه چې په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو په اړه خبرې کوي، ویلي و چې د روان کال له پیل څخه څو تنه فعالان او مدني فعالان چې د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې د طالبانو د سیاستونو په اړه خبرې کړي وې نیول شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د مدني ټولنو ځپل زیات کړي دي او پدې وروستیو کې د زده کړو د برخو فعالانو، خبریالانو او د وبلاګ لیکونو نیول زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو مدافع او د «قلم لار» ټولنې مشر مطیع الله ویسا په کابل کې د طالبانو د امنیتي ادارو لخوا نیول شوی چې په داخل او بهر کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې د امریکا غږ د حایل خپرونې سره په یوې مرکه کې د مطیع الله ویسا نیول تائید کړل او هغه یې په "ناقانونه کړنو" تورن کړ.

خو د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاءالله ویسا پر خپل ورور د طالبانو حکومت لخوا لګېدلي تورونه رد کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د مدني فعالانو او خبریالانو نیول کېدو زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG