د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د عمران خان د ګوند مرستیال او یو شمېر نور مشران نیولي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي (ارشیف)
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي (ارشیف)

په داسې حال کې، چې د پاکستان حکومت د سولې او امنیت د ټینګیدو لپاره په دوو ایالتونو کې د پوځ د ځواکونو د ځای په ځای کیدل تائید کړي، ددغه هیواد پولیسو د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مرستیال شاه محمود قریشي او یو شمیر لوړپوړې چارواکي نیولي دي.

د رویټرز خبري اژانس په یو خبر کې ویلي، چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۱ (ثور۲۱) د عمران خان په حکومت کې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مرستیال شاه محمود قریشي او ددغه ګوند دوه نور لوړپوړې مشران اسد عمر او فواد چودري نیولي دي.

ښاغلي قریشي د پولیسو له خوا د نیول کیدو وړاندې د خپل ټویټر په پاڼه د تحریک انصاف د ګوند له پلویانو د سوله ییزو لاریونونو د دوام غوښتنه کړې ده.

د اسلام اباد پولیسو هم د خپل ټویټر په پاڼه د ښاغلي قریشي په ګډون ددغه ګوند د یو شمیرچارواکو نیول تائید کړي دي.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان د پوځ ځواکونه اسلام اباد ته رسیدلي دي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سولې او امنیت د ټینګیدو لپاره د کابینې په غونډې کې د پایتخت اسلام آباد په ګډون په دوو ایالتونو کې د پوځ ځای پر ځای کول منظور شوي دي.

عمران خان د سه شنبې په ورځ مۍ نهم (ثور۱۹) په پایتخت اسلام اباد کې پر هغه باندې د لګېدلو تورونو په یوه قضیه کې د اسلام اباد عالي محکمې ته د حاضرېدو پر مهال د پولیسو له خوا ونیول شو. د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ مۍ لسمه (غوايي۲۰) په اسلام اباد کې یوې ځانګړې محکمې ته حاضر شو.

دعمران خان یو مدافع وکیل علي بخاري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د ملي احتساب ادارې غوښتي چې ښاغلی خان به اته ورځې د هغوي سره په قید کې وي او محکمې هم دا غوښتنه منلې.

خلیلزاد غبرګون

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پولیسو په توقیف کې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان ژوند ته د ورپیښو ګواښونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د هغه وژل کیدل به په دغه هیواد کې وضعیت د لا خرابیدو سبب شي.

زلمي خلیلزاد د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ لسم(ثور۲۰) په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې پخواني صدراعظم خپل ژوند ته د پیښو ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې د چهارشنبې په ورځ د ملي احتساب ادارې په محکمه کې قاضي ته څرګندې کړي دي.

ښاغلي خیلیزاد لیکلي:" په داسې حال کې، چې عمران خان په توقیف کې دی دلته دا ویره چې ممکن هغه به ووژل شي مخ په زیاتیدو ده. عمران خان دا اندیښنه نن د محکمې اړوند قاضي ته هم څرګنده کړه ده".

زلمي خلیلزاد ویلي، چې د عمران خان احتمالي وژل به په پاکستان کې د وضعیت د لاخرابیدو سبب شي.

هغه لیکلي، چې ددې لپاره چې د عمران خان ژوند د ګواښ سره مخ نشي باید هغه خوشې اود هغه د ژوند د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د تشدد پیښې چارشنبه مې ۱۰ (غوایي۲۰) دومره شدیدې شوې چې حکومت مجبور شو د بلوا غلې کولو لپاره د اسلام اباد په ګډون په ځینو ښارونو کې پوځ وګماري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د موبایل خدمتونو د بندیدو امر کړی او د یوټیوب، ټویټر او فیسبوک په ګډون یې ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدود کړی. چارواکو همدارنګه په ټول هیواد کې د ښوونځیو د تړلو امر کړی.

په مظاهرو کې سلګونه د پولیسو افسران ټپي شوي او د پنجاب په ولایت کې چې د وګړو د شمیر له مخې تر ټولو ستر ولایت دی، نږدې ۱۶۵۰ تنه نیول شویدي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په بلوچستان ایالت کې د عمران خان د ګوند شاوخوا ۸۰ تنه پلویان نیول شوي دي.

دغه اژانس د توتریخوالي په پیښو کې تراوسه پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د هغو کسانو پر ضد به جدي اقدام وکړي چې په پوځ او دولتي ادارو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG