د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه؛ امریکا وایي هر څه باید د قانون سره سم وي


د پاکستان په ګڼ شمیر سیمو کې د پولیسو او عمران خان د پلویانو تر منځ اخ او ډب شوی.
د پاکستان په ګڼ شمیر سیمو کې د پولیسو او عمران خان د پلویانو تر منځ اخ او ډب شوی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان په نیول کیدو خبر دی او زیاته یې کړه هر څه چې پیښیږي باید د قانون سره سم وي.

انوني بلینکن سه شنبه مې ۹ (غوایي۱۹) د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیزم کلیورلي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، " د پاکستان په هکله مې په راپورونو کې ولیدل چې تاسو هم ورته اشاره وکړه. مونږ غواړو یقیني کړو هر څه چې په پاکستان کې پیښیږي، د قانون د حاکمیت او اساسي قانون سره سم وي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې په پاکستان کې "سوله ایزه دیموکراسي" غواړي.

د پاکستان مخکنی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر سه شنبه په اسلام آباد کې پداسې حال کې ونیول شو چې محکمې ته په هغه د لګول شویو تورونو په هکله د پوښتونو لپاره ورغلی و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د کانګرس ځینو غړیو هم د عمران خان په نیول کیدو اعتراض کړی.

د استازو په مجلس کې د کالیفورنیا ایالت یو استازي براډ شرمن په پاکستان کې روان وضعیت "ناوړه" وباله او په مستقیمه توګه د ښاغلي خان د څرګندیدو غوښتنه یې وکړهچې پلویان یې پوه شي ایا هغه مړ دی که ژوندی".

د کانګرس دې غړي امریکا غږ اردو څانګې سره په خبرو کې د عمران خان د نیول کیدو په هکله وویل، " اداري فساد دا نه ایجابوي چې د تحریک انصاف ګوند مشران او کار کوونکي دې په ټول هیواد کې ونیول شي. دا یوې نظامي کودتا په شان ښکاري او په مناسبه توګه د عدالت تطبیق کیدل ندي."

عمران خان چې تیر کال په پارلمان کې د عدم اعتماد په رای ګیرۍ کې بې واکه شو تور لګولی چې د صدراعظمۍ څخه په لیرې کیدو کې یې واشنګټن لاس درلود خو دا ادعا امریکا او د پاکستان حکومت رد کړې ده.

د متحده ایالاتو د کانګرس بل غړي انډرې کارسن په اعلامیې کې د پاکستان د حکومت څخه غوښتي چې د بیان آزادۍ او خلکو راټولیدو لپاره دې لویه ژمنتیا وښیي.

د استازو په مجلس کې د انډیانا ایالت استازي همدارنګه ویلي چې د پخوا راهیسې د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ د قوي اړیکو پلوي کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د پاکستان د حکومت لخوا د "مظاهره چیانو او منتقدینو هدف ګرځول د ژورې اندیښنې وړ دي".

د عمران خان تر نیول کیدو وروسته پراخې مظاهرې

د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې.

ویل کیږي چې پولیسو د عمران خان ګڼ شمیر پلویان د هیواد په بیلا بیلو برخو کې نیولي دي.
ویل کیږي چې پولیسو د عمران خان ګڼ شمیر پلویان د هیواد په بیلا بیلو برخو کې نیولي دي.

په لاهور کې د ښاغلي خان پلویانو د پوځي قول اردو یو قوماندان کور په تیږو ویشتلی او د راولپنډۍ په ښار کې بیا مظاهره چیانو د پوځ په عمومي قوماندانۍ عمومي دروازه بنده کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي چې عمران خان د ملي احتساب ادارې نیولی چې پدې هیواد کې د فساد سره د مبارزې تر ټولو لوړه اداره ده. ښاغلي ثناءالله ویلي چې عمران خان د قانون سره سم نیول شوی او د ملي احتساب دا ادار د حکومتي کنټرول لاندې نه راځي.

خو د تحریک انصاف ګوند غړیو بیا د خپل مشر نیول کیدل نه مني او د چارشنبې په ورځ یې د هیواد سترې محکمې مخې ته د راټولیدو هوډ کړی.

د دې ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، " سبا سترې محکمې ته ورځو چې د اعلی محکمې پریکړه چلنج کړو او د ګوند جګپوړي غړي به د ملي احتساب په ادارې کې د عمران خان سره وګوري".

XS
SM
MD
LG