د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې انتخابات دویم پړاو ته ولاړل


د ترکیې انتخابات
د ترکیې انتخابات

په ترکیې کې د ټاکنو د چارو مسئولین وایي چې د ۹۹ سلنې رایو له شمېرلو وروسته معلومه شوه چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هېڅ کاندید هم ۵۰ سلنه رایې نه دي ګټلې او په همدې اساس انتخابات دویم پړاو ته ولاړل.

د شمېرل شویو رایو په اساس برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغا ۴۹.۴ او د هغه سر سخت سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۴.۹۶ سلنه رایې ګټلې دي.

د ترکیې د انتخاباتو د عالي بورد مشر احمد ینیر خبریالانو ته وویل چې لا هم له ترکیې څخه د باندې د ۳۵ رایه اچوونکو رایې شمېرل شوي نه دي.

په شمېرل شویو رایو کې رجب طیب اردوغان مخکې دی، خو داسې ښکاري چې د هغه سیال قلیچدار اوغلو ته ډېره لار په مخکې ده چې اردوغان ته ماتې ورکړي.

دویم دور انتخابات به د مۍ په ۲۸ نېټه کېږي.

ښکاري چې د اردوغان د خلکو د ایتلاف ګوند او شریکانو یې په پارلماني انتخاباتو کې د ۶۰۰ څوکیو څخه ۳۲۱ څوکۍ ګټلې دي، دا هغه څه دي چې ممکن په دویم دور انتخاباتو کې د اردوغان په بري کې مرسته وکړي.

اردوغان په انقره کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل: «له شک پرته چې ګټونکی زموږ هېواد دی.»

یو بل ملتپال کاندید سینان اوګان، چې د شمېرل شویو رایو په اساس په درېیم مقام دی، رویټرې خبري اژانس ته ویلي دي چې په دویم دور انتخاباتو کې به د قلچدار اوغلو ننګه کوي.

سینان په لومړي دور انتخاباتو کې ۲.۸ میلیون رایې وړي دي چې دا به په دویم دور ټاکنو کې د قلیچدار اوغلو لپاره ډېرې مهمې وې.

تر ټاکنو مخکې نظر پوښتنو کې قلیچدار تر اردوغان مخکې ښودل شوی و، خو ټاکنو وښوده چې اردوغان او ګوند یې د محافظه کارانو رایې هم ترلاسه کړي دي.

قلیچدار اوغلو چې د شپږو ګوندونو د ایتلاف مشري کوي وایي چې په دویم دور انتخاباتو کې به بریالی کېږي. نوموړي د اردوغان ګوند د رایو په شمېرلو کې په مداخلې او پایلو په اعلان کولو هم تورن کړ.

امریکا، اروپا، روسیه او د نړۍ نور هېوادونه د ترکیې انتخابات له نژدې څاري.

XS
SM
MD
LG