د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان کې د ښځو په وضعیت خبرې کوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳ کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ پیلیږي، چې په ترڅ کې به یې د نورو مسایلو ترڅنګ په خپله لومړنۍ غونډه کې د دغې شورا ځانګړی استازی ریچارډ بنیټ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳ عمومي غونډه د دوشنبې په ورځ جون ۱۹ (جوزا ۲۹) پیل شي، چې درې اونۍ به دوام وکړي.

په غونډه کې به د افغانستان په ګډون په یو شمېر هیوادونو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د دغې شورا په ترتیب شویو راپورونو باندې د بحث ترڅنګ ددغې شورا له خوا د بشري حقونو د څارنې لپاره د ځانګړیو راپور ورکوونکو د ماموریت په اړه هم د شورا غړې پریکړه وکړي.

ریچارد بنیټ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د دوشنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشنرۍ د مرستیالې اوځینو نورو چارواکو په شتون کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

دغه راپور چې له وړاندې له رسنیو سره شریک شوی په کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې مخ په زیاتیدونکي ډول د سیستماتیک جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

دا راپور وايي، چې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه طالبانو د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسی په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.

دا راپور وايي، د ۲۰۲۱ د سپټمبر او د ۲۰۲۳ د مې میاشتو ترمنځ، له ۵۰ ډیر فرمانونه صادر شوي دي. په دې راپور کې ۷۹ افغانانو سره، چې ۶۷ یې ښځي دي د افغانستان په دننه او بهر کې مرکې شوي دي

د راپور په ترتیبولو کې د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو، حقوق پوهانو، پوهنتون استادانو، متشبثینو، ښوونکو، زده کوونکو، د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کوونکو او سوداګرو ښځو سره خبرې شوي.

همداشان، په دې راپور کې په ۱۸ ولایتونو کې د ۲۱۱۲ افغان مېرمنو یوه سروې چې د ۲۰۲۳ په مارچ کې ترسره شوې او د ۱۵۹ نورو ښځینه فوکس ګروپ ګډونوالو نظرونه، چې د ۲۰۲۳ د مارچ سروې د پایلو په اړه په ۱۱ ولایتونو کې ترسره شوي وو هم ځای ورکړل شوی دی.

په عین حال کې تیره ورځ یو شمیر معترضو ښځو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا څخه د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغو معترضو ښځو په یو سرخلاصي لیک کې ویلي، چې طالبانو په تیرو ۲۲ میاشتو کې په ټول قوت سره په ټولنه کې ښځې حذف کړې.

د افغانستان معترضو ښځو په دغه سرخلاصي لیک کې ویلي، چې طالبانو په تیرو دوو کلنو کې ډول ډول جنایتونه ترسره کړي او د دغو میرمنو په باور جنسیتي تبعیض، جنګې جنایت،د بشریت په وړاندې جنایت او نسل وژنه د هغوی د هرې ورځې کار دی.

دغو ښځو د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا څخه غوښتي، چې د افغان میرمنو په څنګ کې دې ودریږي او د ملګروملتونو منشور ته په پاملرنې بشري حقونو ارزښتونو او د ښځو سره د تبعیض او د هغوی د سیستماتیک حذبولو په اړوند د نورو نړیوالو تړونونو له مخې عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG