د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ته د پاکستان پوځ خبرداری: پاکستان کې تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو مداخله د تحمل وړ نه ده


په تیرو دریو ورځو کې لږ تر لږه د ۱۲ پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو وروسته د پاکستان پوځ یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو د "ترویستانو" د فعالیتونو، د مهارولو غوښتنه کړې، چې د سرحد څخه په تیریدو په دغه هیواد کې بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) په یو بیان کې ویلي: "دا ډول بریدونه د زغملو نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا به موثر ځواب ورکړل شي".

د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي: " پاکستان کې په تروریستي اقداماتو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي".

پاکستاني چارواکي وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې دا ښيي، چې د افغانستان د طالبانو وسله وال د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره یوځای شوي دي.

د پاکستان د پوځ دغه خبرداری د دغه هیواد د بلوچستان ایالت کې د پوځ په یو مرکز باندې د برید او په ددغه هیواد په نورو سیمو کې امنیتي ځواکونو ته د کمین وروسته، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ سرتیري او ملکي وګړي وژل شوي و، خپور شوی دی.

په دې بیان کې ویل شوي: "د پاکستان وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د ازادۍ په اړه ژوره اندیښنه لري".

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستان کې بریدونه په ځانګړي ډول ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې د تحریک طالبان وسله والې ډلې خپل د عملیاتو مرکزونه افغانستان ته انتقال کړي دي او له هغه ځایه د سرحد هغه خوا ته بریدونه ترسره کوي.

د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اوربند، چې طالبانو د حکومت په منځګړیتوب ټینګ شوی و، د تیر ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت پای ته ورسید او د تحریک طالبان پاکستان خپلو وسله والو ته امر ورکړ، چې په دغه هیواد کې بیرته بریدونه پیل کړي.

د راپورونو په اساس په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د پوځي صاحب منصبانو په ګډون د پوځ ۱۲۰ منسوبین د سخت دریځو ډلو په ځانمرګو بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ د پوځ وسله والو ډلو، چې دواړه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د نړیوالو تروریستي ډلو په توګه معرفي شوي د ډیرو وسله والو بریدونو د طرحه کولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل: "تمه کیږي، چې د افغانستان لنډمهاله حکومت د خپلې خاورې څخه تروریستي فعالیتونوته د هیڅ کوم هیواد په خلاف په رښتیني معنی د دوحې په هوکړه لیک کې د شوو ژمنو پر اساس اجازه ورنکړي".

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د پوځ دغې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی ، خو ددې دمخه یې په دې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به د بل هیڅ هیواد په خلاف کار وانخیستل شي.

د پاکستان پوځ په داسې کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) ویلي و، چې د تروریزم په اړه د اسلام اباد دریځ ډیر روښانه دی. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت هم باید په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوچ یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د پاکستان پر خلاف د تروریستي فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې نه استعمالولو مسولیت د طالبانو د حکومت په غاړه دی.

میرمن بلوچ وویل: "دا د هغوی مسولیت دی او هغوی د مۍ په میاشت کې اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزې غونډې په ګډون په مختلفو فرصتونو کې دا مسولیت منلی دی. هغوی [طالبانو] پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په خلاف په مخامخ ډول د تروریستي فعالیتونو لپاره استعمال نشي. مونږ له هغوی تمه لرو، چې خپلې ژمنې عملي کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې پاکستان په ټولو برخو کې د همکارۍ او د اسلام اباد د اندیښنو په ځانګړي ډول د افغانستان څخه د را ولاړیدونکو تروریستي ګواښونو په ګډون د طالبانو له حکومت سره تعامل ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG