د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د اوکرایني ماشومانو د جبري انتقال له کبله په روسیې نوي بندیزونه ولګول 


د بریتانیا حکومت نن دوشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په روسیې باندې د هغه څه له کبله نوي بندیزونه ولګول چې بریتانیا یې د مسکو له لوري «د اوکراین د ملي هویت ختمول» بولي.

په دغو نویو بندیزونو کې هغه روسي مقامات شامل دي چې په اوکراین کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمو څخه مسکو ته د ماشومانو په «جبري انتقال» کې دخېل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وینا په درشل کې په روسیې باندې ۱۴ نوي بندیزونه اعلان کړل. دا بندیزونه د هغو بندیزونو لړۍ ده چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله پیل شوي‌ دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روسیې د پوهنې وزیر سرګي کرافستوف او د «مسکو سیمه» کې د ماشومانو د حقونو کمېشنر کسنیا مېشونوا په دغو بندیزونو کې شامل دي.

د بریتانیا حکومت وايي چې دغو دوو کسانو «د ماشومانو په انتقال او د اوکراین د ملي هویت او فرهنګ ختمولو په محاسبه شوي او جوړ شوي ‌پروګرام کې مضر رول» لوبولی دی.

مشخص نه دی چې په بندیزونو کې څه شامل دي، خو معمولآ په روسي مقاماتو باندې بندیزونو کې د شتمنۍ ګنګل کول، په سفرونو بندیزونه او د راکړې ورکړې ختمول شامل وي.

بریتانیا ویلي‌ دي چې «روسي مقاماتو څه باندې ۱۹۰۰۰ اوکرایني ماشومان په زوره روسیې ته او یا د روسیې تر موقت کنترول لاندې سیمې ته انتقال کړي»، چې اکثریت یې د زده کړو د بیا ترلاسه کولو د شبکې په کمپونو کې ځای په ځای کړل شوي‌ چې «د روسیې په علمي، فرهنګي،‌ وطنپالنې او په پوځي زده کړو باندې متمرکز تعلیم» له خطر مخامخ دي.

د برتیانیا د بهرنیو چارو وزیر کلیورلي ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نیت لري‌ چې د دا ډول پروګرامونو له لارې «اوکراین د ځمکې له نقشې څخه» ورک کړي. هغه زیاته کړه: «ننني بندیزونه له هغو کسانو سره حساب او کتاب کول دي‌ چې د پوتین د رژیم ننګه کوي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي،‌ چې د اوکراین ویجاړېدل، د ملي هویت تباهي او د اینده محوه کول یې غوښتل.» لندن وار دمخه په دې تړاو د روسیې د ماشومانو د حقونو په کمېشنرې ماریا لووا- بیلوا باندې د بندیزونه لګولي دي.

د دوشنبې د بندیزونو په لست کې همدغه راز د «روسیي ټوډای» د ویاند انتن کراسوفسکي په ګډون دوه نور کسان هم د اوکراین په ضد د تاوتریخوالي او نفرت د تبلیغاتو د خپرولو په تور شامل شوي دي.

د روسیې د فرهنګ وزیره اولګا لیوبیمو هم په بندیزونو کې شامله ده چې «د اوکراین ضد یې د روسیې د ویجاړوونکیو تګلارو په حمایت کې یې خپل موقف» کارولی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې بریدونه پیل کړل، له هماغه راهېسې اوکراین او نورو ایتلافیانو یې د روسیې په ۱۶۰۰ افرادونو بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG