د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي: د طالبانو حکومت پاکستان کې ترهګرۍ پیښو کې لاس لرلو په تور ځینې کسان نیولي


د پاکستان د موقتي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس وایي، چې د طالبانو حکومت په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې ښکیل ځینې کسان نیولي او د هغوی د نیولو په اړه یې پاکستان ته اطلاع هم ورکړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ ( وږي نهم) په خپله انلین ګڼه کې لیکلي، چې جلیل عباس دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو سره د لیدنې په مهال په غیر رسمي خبرو کې کړې دي.

د ډان ورځپاڼې په رپورټ کې په دې اړه د ښاغلي عباس له خولې نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي. د طالبانو حکومت هم په پاکستان کې په ترهګریزو پیښو کې د کوم چا د نیولو په هکله تراوسه څه ویلي ندي.

د روان کال د جولای د میاشتې په ۱۲ د بلوچستان په ژوب سیمه کې په پوځي مرکز په یو ترهګریز برید کې د نهو پاکستاني پوځیانو تر وژل کیدو او د ګڼو نورو خونړیو بریدونو څخه وروسته د پاکستان پوځ او حکومت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت باندې تورونه ولګول، چې ددغو بریدونو پلانونه په افغانستان کې جوړیږي او د پاکستان مخالف وسله وال په افغانستان کې نه یوازې خوندي پټنځایونه لري بلکې هغوی د فعالیت ازادي هم لري.

د پاکستان د پخواني حکومت چارواکو ګواښونه کړي و، چې که په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ترهګرو د فعالیتونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان به حتی خپل مخالف وسله وال د افغانستان په دننه کې هم په نښه کړي.

خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ډول تورونه بې اساسه بللې و.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې هیڅوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه اچوي.

یعقوب مجاهد د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د دفاع په وزارت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د دوییمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ددې لپاره چې د خپل ملت فکرونه بلې خوا ته واړوي پر افغانستان باندې تورونه لګوي.

ښاغلي مجاهد وویل: "مونږ د هیچا سره دښمني نه غواړو د هیچا امنیت خرابولو ته تږي نه یو، خو دوی باید خپل مسولیت وپیژني او نور افغانان او د افغانستان مظلوم ملت او دا د افغانستان د ملت نماینده حکومت [طالبانو حکومت] تورن نکړي د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره باید بې ځایه ادعاوې ونکړي."

همداشان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم د پاکستان څخه غوښتي، چې خپلو ستونزو ته دې پخپله پاملرنه وکړي ځکه که دا هیواد وغواړي تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خپلې ستونزې حل کولی شي او د طالبانو حکومت هم ورسره مرستې ته چمتو دی.

سراج الدین حقاني د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱( زمري ۳۰) د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، که پاکستان وغواړي، چې دا مسله له افغانستان سره د زور له لارې حل کړي، نو حتمی به په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته زیان رسیږي.

ښاغلي حقاني وویل: "ستونزې مشکلات چې کوم دي هغه په صحي معنی باندې مونږ سره ستونزې او مشکلات نلري په کوردننه د دوی مشکلات دي. ددې مشکلاتو د حل لپاره امارت [طالبانو حکومت] لارې دوی ته خلاصې پریښي دي دوی ته یې پوره وخت ورکړی دی، خو سره له دې که دا مشکل د زور له لارې څخه حل کول غواړي چې دغه ملتونه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیر مشترکات دي هغو مشترکاتو ته به خامخاه نقصان رسیږي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، چې پاکستان کولی شي، چې خپل مشکل پخپله حل کړي او د طالبانو حکومت هم ورسره همکاري کولی شي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې د پاکستان د موقتي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس خبریالانو سره په خبرو کې د پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو په باب ویلي، چې اوس مهال دواړه هیوادونه ښې اړیکې لري او بل سره همکاري هم کوي.

هغه ویلي، چې اوس مهال د امریکا سره د پاکستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي. هغه ویلي، چې د پاکستان موقتي حکومت به خپله خارجه پالیسي د پاکستان داقتصادي ګټو لپاره وکاروي.

هغه ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان څخه د چین او د روسیې په ګډون د یو هیواد سره هم د سوداګریزو اړیکو د ختمولو غوښتنه نه ده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG