د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستان څخه غوښتي، چې خپلو ستونزو ته دې پخپله پاملرنه وکړي ځکه که دا هیواد وغواړي تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خپلې ستونزې حل کولی شي او د طالبانو حکومت هم ورسره مرستې ته چمتو دی.
سراج الدین حقاني د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱( زمري ۳۰) د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، که پاکستان وغواړي، چې دا مسله له افغانستان سره د زور له لارې حل کړي، نو حتمی به په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته زیان رسیږي.
ښاغلي حقاني وویل:" ستونزې مشکلات چې کوم دي هغه په صحي معنی باندې مونږ سره ستونزې او مشکلات نلري په کوردننه د دوی مشکلات دي. ددې مشکلاتو د حل لپاره امارت [طالبانو حکومت] لارې دوی ته خلاصې پریښي دي دوی ته یې پوره وخت ورکړی دی، خو سره له دې که دا مشکل د زور له لارې څخه حل کول غواړي چې دغه ملتونه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیر مشترکات دي هغو مشترکاتو ته به خامخاه نقصان رسیږي".
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، چې پاکستان کولی شي، چې خپل مشکل پخپله حل کړي او د طالبانو حکومت هم ورسره همکاري کولی شي.
ښاغلي حقاني وویل" خو په کار دوی ته ده دغه مشکل ته دوی توجه وکړي او دا مشکل حل کړي. په دې برخه کې د امارت اسلامي [ طالبانو حکومت] له اړخه کوم ممانعت نشته دی".
ښاغلي حقاني په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د تیرکال شویو خبرو ته هم اشاره وکړه او ددغو خبرو د ناکامۍ یو علت یې د تیر کال راهیسې په پاکستان کې په پرله پسې ډول د حکومتونو بدلیدل وښودل او ویې ویل چې پاکستان افغانانو ته د ملامتۍ ګوته نیسي په داسې حال کې چې دا د پاکستان خپل مشکل دی.
د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي د ټي ټي پي د مسلې په اړه ددغو څرګندونو دمخه تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد هم ورته څرکندونې کړې وې.
پاکستان پوځي او ملکې چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې په پرله پسې ډول د طالبانو په حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې ته د پناه او په افغانستان کې د ازاد فعالیت د اجازې په ورکولو انتقادونه کړي او ادعا یې کړې چې ددغه هیواد په امنیتي پیښو کې افغانان ښکیل دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیرد روانې اګست میاشتې په اووم (زمری۱۶) د پیښور بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې یوځل بیا د طالبانو حکومت باندې ددغه هیواد مخالفو وسله والو ته د پناه او په ازاد ډول د فعالیت د اجازې د ورکولو تور ولګوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیرله قوله ویل شوي:" پاکستان د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی د پناه ځایونو په ورکولو او په ازاد ډول د دغو ډلو په اقداماتو باندې اندیښمن دی.
جنرال منیر وویل، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به ددغو تروریستي ډلو له منځه وړلو او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.
همداشان جنرال منیر په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو په ښکیلتیا باندې یو ځل بیا اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي . هغه وویل،چې دا ډول اقدامات د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده.
د پاکستان د پوځ د مشر ددغو څرګندونو وړاندې د دغه هیواد د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر بالاول بوټو زرداري هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي و، چې پاکستان په ترهګرو پسې افغانستان ته هم ورتللی او هغوی په نخښه کولی شي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې پرله پسې ترهګریزو حملو ځانمرګو بریدونو کې په سلګونو ملکي وګړي او امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
خو د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي دي.
فورم \ دبحث خونه