د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو د تخلیې او په امریکا کې د هغوي د بیا میشتیدو په برخه کې د یو بشري سازمان هڅې


له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو د دوهمې کالیزې په درشل کې د "بشري حقونو لومړیتوب سازمان" د یو رپوټ په ترڅ کې له امریکايي قانون جوړونکو څخه د خپلو افغان متحدینو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په دغه رپوټ کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پېښې څېړل شوي، ټینګار شوی چې کانګرس او د ولسمشر بایډن حکومت باید له خپلو افغان متحدینو سره کړې ژمنې پلی کړي.

په دغه سازمان کې "زموږ متحدین تخلیه کړي" د پروګرام مشرې امي کشان، امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د مهاجرت په سیستم کې خنډونه د کډوالو په دوسیو او همدا راز په دغه هیواد کې د افغانانو د بیا میشتیدو په بهیر کې د ځنډ لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د امریکا د کډوالۍ په سیستم کې داسې خنډونه شته دي چې عملا په دغه هېواد کې د افغانانو بیا میشتیدو مخه نیسي. موږ د امریکا له حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې‌ ډېر کار وکړي. په ورته وخت کې خوښ یوو چې مدني ټولنې په دې برخه کې همکاري لري. "

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، له ۷۰ زرو څخه زیات افغانان امریکا ته انتقال شوي کوم چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د "موقتي بشري استوګنې" په چوکاټ کې ژوند کې دي.

متحدو ایالتونو ته د نویو افغانانو لپاره د بیا میشتیدو پلان چې دوی ته د دایمي استوګنې زمینه برابروي، تر اوسه د امریکا کانګرس نه دی تصویب کړی.

مېرمن کشان وايي، د دغه پلان له تصویب سره به هغه افغانان چې له څو میاشتو راهیسې د خپلو پناه غوښتونو په اړه پرېکړې ته په تمه دي، ځواب ترلاسه کړي.

د "بشري حقونو لومړیتوب سازمان" همداراز د افغانستان په اړ د ټولنو ترمنځ د همغږۍ کاري ځواک، د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړي ویزې (اس ای وي) د شمیر د زیاتوالي او د هغو سلګونو زرو افغانانو لپاره چې د امریکا د کډالۍ برنامې ته په شرایطو برابر دي، د یوې دوامداره لارې د رامنځته کولو وړاندیزونه کړي دي.

په دې رپوټ کې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې څخه غوښتل شوي چې د افغانانو د استوګنې غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړي او بهیر یې ګړندۍ کړي.

مېرمن کشان وویل: "موږ فکر کوو چې داسې چارې شته چې د ولسمشر بایډن ادارې له خوا تر سره کېدای شي. دغه چارې باید د کانګرس په هغمږۍ ترسره شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د کډوالو ادارو ته د افغانانو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پروسس لپاره کافي بودیجه ځانګړې شي."

هغه نویو راغلو افغانانو ته د دایمي استوګنې ورکولو د پلان په اړه وویل، چې دغه پلان د امریکا د بیلابیلو ټولنو له ملاتړ څخه برخمنه ده.

مېرمن کشان همدا راز د پرول یا موقتي استوګنې د غوښتنلیکونو په اړه وویل، چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتوادارې د تخلیې د پروګرام څخه وروسته د پرول غوښتنلیکونو څخه د پام وړ یوه اندازه پیسې راټولې کړې، خو د دغو غوښتنلیکونو برخلیک لاهم نامعلوم دی او په اړه یې پریکړه نه ده شوې.

په رپوټ کې ویل شوي چې د "بشري حقونو لومړیتوب سازمان" به له هغو افغانانو څخه چې په افغانستان او درېیمو هېوادونو کې له خطر سره مخامخ دي، د خوندي لارو په موندلو او په امریکا کې د هغوی د بیا میشتیدو په برخه کې خپلو هڅو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG