د لاس رسي وړ اتصالات

څېړنه: د برېښنايي سګرټو څکول جنسي لیوالتیا کموي او خصیې کوچنۍ کوي 


یوه نوې طبي څېړنه، چې په نارینه وو موږکانو شوې، ښيي چې د برېښنايي سګرټو څکول خصیې کوچنۍ کوي، جنسي تمایل کمزوری کوي او همدغه راز د سپرم (مني) د کمېدو علت هم کېږي.

تر دې مخکې یوې بلې څېړنې ښودلې وه چې د سګرټو څکول د نارینه وو په غړو باندې ویجاړونکې اغیزې لري.

په ترکیې کې څېړونکو د موږګانو دوې ډلې تر تحقیق لاندې ونیولې چې یوې ډلې ته یې د برېښنايي سګرټو لوګي رسېدل او بله ډله یې له داسې کوم څه سره مخامخ نه وه.

په تحقیق کې ثابته شوه چې د سګرټو له لوګیو سره د مخامخو موږګانو سپرم مخ په کمېدو شول. دا تحقیق د «ډایرکټ» په ساینسي ژورنال کې خپور شوی دی.

څېړونکو ویلي‌ دي: «سګرټ او برېښنايي سګرټ د اکسیداتیف د فشار د کمېدو او همدغه راز په مورفولژیک [د خصیو کوچني کېدل] کې د تغیراتو لامل کېږي.»

په ۲۰۲۰ کې د ډنمارک محققانو هم وموندل هغه کسان چې برېښنايي سګرټ څکوي، تر هغوی کم مني لري چې دا سګرټ نه څکوي.

خو بیا هم په تازه تحقیق کې ویل شوي‌ دي چې په نارینه وو باندې د برېښنايي سګرټو د دغو اغیزو په اړه باید نور تحقیقات هم وشي.

د شمېرو له مخې په نړۍ کې د برېښنايي سګرټو د څکوونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی، په دوی کې یې یو شمېر ماشومان او زلمیان هم دي. داسې انګېرل کېږي چې برېښنايي سګرټ تر عادي سګرټو مصون او خوندي دي. خو څېړونکي وايي برېښنايي سګرټ د سږو او نور صحي ‌تکلیفونه پيدا کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG