د لاس رسي وړ اتصالات

د غیرصحي غذايي رژیم له کبله میلیونونه انسانان مري- څېړنه


ډاکټران وايي چې غیر صحي خوراک د انسانانو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی
ډاکټران وايي چې غیر صحي خوراک د انسانانو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی

یوه نوې څېړنه ښيي چې په نړۍ کې په هرو پنځو کسانو کې چې مري، یو کس یې د غیرصحي خوراک او خوږو موادو د خوړو له کبله مري.

په نوې څېړنې کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۷ کې د غیر صحي غذايي رژیم له کبله ۱۱ میلیونه انسانان مړه شوي دي چې لس میلیون یې د زړه او رګونو، ۹۱۳زره یې په سرطان او ۳۳۹زره یې د شکر په نارغیو اخته شوي وو.

دا نوې څېړنه چې د لنست په ژورنال کې خپره شوې، په ۱۹۵ هېوادونو کې تر سره شوې ده. په دغې څېړنې کې د ۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ پورې پېښې څېړل شوي دي.

وايي په ازبکستان کې تر ټولو ډېر انسانان او په اسرایلو کې تر ټولو کم انسانان د غیر صحي غذايي رژیم له کبله مړه شوي دی.

د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي استاد”کریس موراي“ چې د دغې څېړنې مشر دی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې غیر صحي غذايي رژیم د انسانانو د مړینې لوی لامل دی.

نوموړي ویلي دي چې د نوې څېړنې له مخې د خوږو مشروباتو او ډېرې مالګې استعمال او د حبوباتو، سبو او میوو کم استعمال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو د مړینې لامل شوی دی.

له همدې کبله په ۱۹۹۰ کال کې اته میلیونه انسانان او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۱ میلیون انسانان مړه شوي دي.

د نړیوال روغتیايي سازمان د اټکل له مخې هر کال ۶۰ میلیونه انسانان مري او څه باندې ۱۳۱میلیونه انسانان پیدا کیږي.

XS
SM
MD
LG