د لاس رسي وړ اتصالات

په بلجیم کې په زرګونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ


د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د فلسطینیانو په پلوۍ لاریون
د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د فلسطینیانو په پلوۍ لاریون

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په زرګونو کسانو د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې لومړۍ نیټې) د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ.

مظاهره کوونکو چې د بروکسل ښار د پولیسو په وینا شمېر یې ۹۰۰۰ تنو ته رسیده، په غزه کې د اسرائیل د سختو بمباریو او د جګړې دپای ته رسیدو غوښتنه یې کوله.

دا پداسې حال کې دي چې ټاکل شوې سبا د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له خپلو اسرائیلي، فلسطیني، مصري، سعودي او اردني سیالانو سره په غزه کې د روانې جګړې او د فلسطیني ملکي وګړو پر وضعیت خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به له فلسطیني او اسرائیلي چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.

د "فلسطین لپاره د عدالت" په نامه لاریون ګډون کوونکو د "نسل وژنه بنده کړئ"، "اسرائیل ترهګر" او "غزه ازاده کړئ" شعارونه ورکول.

یو شمیر نورو مظاهره چیانو د "شرم پر اروپایي اتحادیې" شعارونه ورکړل او د اسرائیلي توکو او سوداګرۍ د بندیز غوښتنه یې وکړه.

یو تن مظاهره کوونکي ویکتور ډیمونټ وویل: "موږ باید په غزه کې د عام وژنې په وړاندې متحد شو او د اسرائیل د اشغال د پای ته رسولو لپاره مبارزه وکړو."

په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې پر اسرائیل برید وکړ او د دوی جنګیالیو نږدې ۱۱۴۰ کسان ووژل، چې اکثر یې ولسي وګړي وو.

د غزې روغتیايي مقامات پرته له دې چې ملکي وګړي او پوځيان سره بیل کړي ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې ۲۵ زره کسان وژل شوي چې ۷۰ فیصده یې ښخې او ماشومان دي.

د حماس سخت دریځې ډلې نن یکشنبه جنورۍ ۲۱ یو ۱۶ مخیز راپور خپور کړ او ویې ویل چې د اکتوبر د اوومې برید د "اسرائیل له خوا د فلسطیني سیمو د اشغال» پر ضد یو اړین ګام و".

خو دغې ډلې منلې ده چې د دغه برید په ترڅ کې د اسرائیل د پوځي او امنیتي سیستم د سقوط او له غزې سره په پوله کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کېدو له کبله ځینې "غلطۍ" شوې وې.

دغه راپور چې په انګلیسي او عربي ژبو خپور شوی، د اکتوبر د اوومې نېټې د برید د شالید په اړه معلومات وړاندې کوي.

په راپور کې راغلي: "که د ملکي وګړو د نښه کولو کوم مورد وي، نو له اشغالګرو ځواکونو سره به په جګړې کې تېروتنه ترسره شوي دي."

حماس ادعا کړې، چې د اسرائیلي پوځ او پولیسو له خوا ګڼ شمېر اسرائیلیان وژل شوي دي.
اسرائیلي مقاماتو په وار وار د برید پر مهال د حماس اورپکي په ډله ییز جنسي تیري، د تناسلي اعضاوو په پرې کولو او له ماشومانو او مړو سره په جنسي اعمالو تورن کړي دي. هغه تورونه چې حماس رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG