د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو جبري ایستل او د پولیو په اړه ډېر نه پوهېدل جدي ستونزې دي – روغتیاپالان


افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو ویروس شته او ماشومان پرې اخته کېږي
افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو ویروس شته او ماشومان پرې اخته کېږي

د افغانستان په سوېل ختیځ کې د طالبانو د عامې روغتیا چارواکي وایي له پاکستان څخه په اجباري توګه د کډوالو ایستل او لرې پرتو سیمو کې د پولیو په اړه له خلکو سره د کافي معلوماتو نه لرل د پولیو ضد هڅو په وړاندې لویې ستونزې بلل کیږي.

په خوست کې د کتلوي معافیت مسؤولینو په وینا ځینو ولسوالیو کې د پولیو په وړاندې د خلکو نه پوهاوی لامل شوی چې دغو سیمو ته د ګوزڼ ویروس د سرایت قوي احتمال پیدا شي.

که څه هم افغانستان کې د نوي زیږدیز کال له پیل تر دا مهاله د پولیو کوم سرتاسري یا فرعي کمپاین ندی پلی شوی خو د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز او عامې روغتیا وزارت وایي سږ کال ټول تمرکز پدې ساتي چې د روان میلادي کال تر پایه د پولیو پېښې صفر ته راکمې کړي.

په سوېل ختيځ کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې د هڅو په لړ کې د خوست روغتيايي چارواکي وايي، د کډوالو جبري شړل او په لرو پرتو سيمو کې د خلکو د پوهاوي نشتوالى هغه دوه لويې ستونزې دي چې په حل کولو یې تراوسه بریالي شوي ندي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول زاهدالله امیري وایي، دوی لا هم نه دي بریالي شوي چې د یو شمېر خلکو قناعت خپل کړي.

نوموړي وویل: ”ستونزه داده چې موږ له پاکستان سره د ډیورنډ اوږده کرښه لرو، او نږدې وختونو کې له پاکستان څخه ډیر کډوال افغانستان ته راغلل، یوه لویه ستونزه خو دا ده او بله د عامه پوهاوي برخه کې هم ستونزه شته چې تراوسه موږ بریالي شوي نه یو د بعضې خلکو قناعت حاصل کرو، ترڅو خپل ماشومان د دې وحشي او ساري ویروس په وړاندې واکسین کړي.“

یو شمېر دیني عالمان او عام وګړي وایي د پولیو په وړاندې مبارزه یوازې د روغتیایي مسؤولینو کار ندی او باید ټول په مشترکه توګه له دې بهیر سره یوځای شي.

یو شمېر دیني عالمان او عام خلک وايي، له پولیو سره مبارزه یوازې د روغتیايي چارواکو کار نه دی او باید ټول په مشترکه توګه له دې بهیر سره یوځای شي.

دوی نه یوازې دا چې کوچنیانو ته د واکسین تطبیق اړین بولي بلکې له واکسیناتورانو سره د لازیاتې همکارۍ غوښتنه هم کوي.

په خوست کې دیني عالم، مولوي محمد سلیم منصور امریکا غږ ته وویل:”په هغو لرو پرتو سیمو کې چې خلک خپلو ماشومانو ته واکسین نه لګوي، په حیث د یو دیني عالم هغوی لپاره دا پیغام رسوم چې هغوی دې له موږ سره د واکسین لګولو سربېره په دې برخه کې نوره زیادت همکاري هم وکړي ځکه دا یوه ساري ناروغي ده او نورو ته هم سرایت کوي.“

بل خوا د خوست ټولنیز فعال، احسان الله باور وویل: ”ماشومانو ته د واکسینونو رسول یوازې د روغتیایي مسؤولینو کار او مسؤولیت ندی، موږ تاسې ټول پدې کې مسؤولیت لرو ځکه ګوزڼ داسې ټولنیز آفت دی چې له شر یې هیڅوک هم خوندي ندي او کیدلی شي هرڅوک او هر ماشوم ورباندې اخته شي، نو زما غوښتنه له خلکو داده چې په شریکه دا ټولنیز مسؤولیت ادا او پولیو له افغانستان څخه پاکه کړو.“

که څه هم روغتیایي چارواکي د پولیو مخنیوي لپاره د خپلو ټولو هڅو یادونه کوي خو د روغتیا د برخې کارپوهان پدې باور دي چې په خلکو کې د پوهاوي سطحې لوړېدو سره د دې ویروس د بیا خپرېدو امکانات په کمېدو دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG