د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني رسنۍ: په سوریې کې د فاطمیون لوا یو افغان غړی وژل شوی


د فاطمیون لوا افغان غړی سید حمزه علوی د امریکا په برید کې په سوریې کې وژل شوی.
د فاطمیون لوا افغان غړی سید حمزه علوی د امریکا په برید کې په سوریې کې وژل شوی.

د ایران رسنیو راپور ورکړی دی چې په سوریې کې د شنبې په ورځ د امریکا په بریدونو کې د فاطمیون لوا یو سابقه لرونکی افغان غړی وژل شوی.

سپاه پاسدران ته نژدیو رسنیو په خپلو راپورونو کې د وژل شوي کس نوم سید حمزه علوي یاد کړی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه څنګه وژل شوی دی.

د ایران د فارس خبري اژنس راپور ورکړی دی چې حمزه علوي په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د پروان په ولایت کې زېږېدلی و.

د ایران پلوو اورپکو ډلو په بریدونو کې په اردن کې د امریکا درې عسکر ووژل شول، امریکا له دغو بریدونو وروسته د شنبې په ورځ په عراق او سوریې کې د دغو ډلو په ځینو مرکزونو بریدونه وکړل.

ایراني رسنۍ وايي سید حمزه علوي په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال هم جنګېدلی و او د عراق په خلاف د ایران په ننګ هم جنګېدلی و.

د راپورونو په اساس، له سید حمزه سره یو ځای د فاطمیون لوا درې نور غړي هم د سوریې په دیر الزور کې وژل شوي دي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا وايي چې د اکبر معصومي او حسین صادقي مړي به د سه شنبې په ورځ په قم کې ښخ کړل شي. ایرنا په خپل راپور کې ویلي دي چې دا دوه جنګیالي د امریکا په برید کې په سوریې کې وژل شوي دي.

د فاطمیون لوا د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر چتر لاندې کار کوي او اکثریت غړي یې ایران کې مېشت افغانان دي او نور بهرني جنګیالي هم لري، د دغې لوا جنګیالي سوریې ته د بشار الاسد د نظام په ننګه جګړې ته استول شوي.

د ایران حکومت تل دا ادعا کوي چې د فاطمیون لوا جنګیالي رضاکاره خلک دي چې په سوریې کې د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو ساتلو ته ځي، خو ځینو دغو جنګیالیو ویلي دي چې د ایران حکومت هغوی ته د ایران د پېژند پاڼې په ګډون ځینې تشویق کوونکي حقوق او امتیازات ورکوي.

د اټکل له مخې د سوریې د جګړې له پیل راهېسې لسګونه زره شیعه افغانانو د سوریې په جګړې کې برخه اخیستې او سلګونه یې وژل شوي دي.

ایران همدغه راز د پاکستان د اقلیت شیعه ګانو یوه لوا هم لري چې هغه د زینبیون لوا نومېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG